اوچا: ماینونه او ناچاودي توکي هره میاشت له ۶۰ زیاتو افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي

عکس: ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې ادارې "اوچا" په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د شتون په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې هره میاشت له ۶۰ څخه زیاتو افغانانو ته چې اکثره یې ماشومان دي د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې مرګ ژوبله اړوي.

" اوچا" د چهارشنبې په ورځ نومبر اتم (لړم ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور شوي راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو له امله په ماینونو یو تر ټولو ککړ هیواد دی.

اوچا ویلي: "افغانستان په نړۍ کې [په ماینونو] یو ترټولو ډیر ککړ هیواد دی. د ۴۰۱ ولسوالیو څخه له درییو څخه دوه برخې یې په چاودېدونکو توکو ککړې دي".

اوچا په دغه راپور کې ویلي، چې درې میلیونه افغانان د ماینونو، ناچاودو توکو او د جګړې له پاتې شونو سره په هر کیلو مترۍ کې اوسیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې د نورو ولایتونو پرتله د ارزګان، کندز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغیس، فاریاب، ننګرهار، غزني، فراه، میدان وردګ، او سمنګان ولایتونو کې خلک ډیر د ماینونو او ناچاودو توکو د ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت وايي، چې په افغانستان کې د ۱۴۰۱ لمریز کال په اوږدو کې د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې ۱۸۰ تنه مړه شوي او ۳۱۰ نور ټپیان شوي دي.

ددغه وزارت د همغږۍ او ماین پاکۍ د چارو رئیس نورالدین رستم خیل د جولای۳۱ (زمري نهم) کابل کې خبریالانو ته ویلي، چې تیرکال دغه وزارت په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنې ۲۵۲ پیښې ثبت کړي، چې ۴۹۰ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

رستم خیل په افغانستان کې د ښخ شویو ماینونو د پاکولو د روان بهیر په اړه وویل، چې اوس مهال په دغه هیواد کې د ۱۲۰۰ کیلو مترو مربع ساحه په ماینونو او ناچادو توکو ککړه ده.

اوچا په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د پاکوالو پروګرام د بودیجې د کمښت سره مخ دی.

دا اداره وايي: "په تېرو دوو کلونو کې له ماینونو سره د مبارزې بودیجه نیمایي ته راکمه شوې ده چې له امله یې د ماین پاکونې نږدې ۴۰ فیصده کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي".

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو چارواکي هم وايي، چې په تیرو دوو کلنو کې د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو د کمېدو له کبله شاوخوا ۸۰۰۰ ماین پاکوونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

د 'ایم ډي سي' په نوم د ماین پاکۍ د موسسې رئیس شهاب حاکیمي امریکا غږ ویلي وو، چې په افغانستان کې په تیرو کلنو کې د ماین پاکۍ په پروګرام کې ۱۵۰۰۰ کسانو کار کاوه، خو اوس یې شمېر ۷۰۰۰ ته راټیټ شوی دی.

ښاغلي حکیمي وویل: "د بودیجې د کمښت له امله د ماین پاکۍ د موسسو فعالیتونه محدود شوي دي او د ماین پاکۍ په پروګرام باندې یې سخت منفي تاثیر کړی دی."

ملګرو ملتونو په ۱۹۸۸ کال کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو لږ وروسته په دغه هیواد کې د ماین پاکۍ پروګرام پیل کړ چې له تیرو څه باندې دریو لسیزو راهیسې لا هم روان دی. اوچا ویلي چې په دغه موده کې په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو له خوا نږدې ۱۳ میلیونه ماینونه او ناچاودېدونکي توکي پاک شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې په یو راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې ۲.۴ میلیون کسان د معلولیت له ستونزو څخه کړیږي.