اوچا: افغانستان کې ۲.۴ میلیون کسان د معلولیت له ستونزو کړیږي

عکس (ارشیف)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو د ستونزو په اړه ویلي چې اوس په دغه هیواد کې ۲.۴ میلیون کسان د معلولیت له ستونزو څخه کړیږي.

دغې ادارې د یکشنبې د ورځې ناوخته د مۍ ۲۱ (ثور ۳۱) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې افغانستان کې روان بشري بحران معلولیت لرونکي کسان په ډیر غیر متناسب ډول زیانمن کړي دي.

اوچا ویلي: "په افغانستان کې په ۲۰۲۳ کال کې ۲.۴ میلیون کسان له معلولیت سره ژوند کوي. د مرستو رسونې ادارې پلان لري، چې ددغه شمیر دوه میلونو کسانو سره یې مرستې وکړي. د معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ لپاره عاجلو مرستو ته اړتیا ده".

افغانستان کې اوږدې جګړې په سلګونو زره کسان معیوب کړي دي. د "ای\م ډي سي" په نوم د ماین پاکۍ د موسسې رئیس شهاب حکیمي امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې هره میاشت په افغانستان کې د ۱۲۰ او ۱۲۵ ترمنځ کسان د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې یا مړه او یا هم ټپیان کیږي.

ښاغلي حکیمي په افغانستان کې د ماینونو د شتون د ستونزې په اړه وویل " په مجموعي توګه افغانستان کې پنځلس سوه میلیون مترمربع ساحه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه پاتې ده. په عمومي ډول ماینونه او ناچاودې توکي په ۴۵۰۰ ساحو کې پاتې دي. په کې د ماین ۴۴ ساحې هم دي، چې د نړیوالو ځواکونو له خوا پاتې دي ... مختلفې ساحې دي یا د ماینونو ساحې دي یا د جګړې ساحې دي یا هغه ساحې دي، چې د وطني ماینونویا بشکه يي ماینونوپه واسطه باندې ککړې شوې دي".

افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د پیښو اکثره قربانیان ملکي وګړي دي. د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د راپور له مخې یوازې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ماینونو او ناچاودو توکود چاودنو د قربانیانو ۹۷ فیصده یې ملکي وګړي و، چې ۵۶ فیصده یې ماشومان و.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" د معلولیت لرونکو کسانو سره د مرستې د برابرولو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې دغې ادارې د مۍ ۱۸ (ثور ۲۸) ویلي و، چې د اپریل د میاشتې څخه د جون تر میاشتې پورې افغانانو سره د بشري مرستو د دوام لپاره شاوخوا ۷۱۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

" اوچا" په یو راپور کې ویلي و، چې یوازې د خوړو د مصونیت او د کرهڼې په برخه کې ۴۸۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د "اوچا" د شمیرنو له مخې په دغو دریو میاشتو کې ۸۲ میلیونه ډالر د اوبو رسونې، ۶۳ میلیونه ډالر د اصطراري سرپناه او ۳۶ میلیونه نورو ډالرو ته د خوارځواکۍ د پروګرامونو لپاره اړتیا لري. همداشان دغې ادارې ویلي چې په دغو میاشتو کې ۳۰میلیونو ډالرو ته د روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو، ۱۵ میلیونو ډالرو ته د مصونیت او لس میلیونو ډالرو ته ښوونې او روزنې د پروګرامونو د دوام لپاره اړتیا لري.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال په سر کې په افغانستان کې د ۲۳.۷ میلیونو وګړو لپاره د خپلو پروګرامونو او بشري مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۴.۶۲ ملیاردو ډالرو غوښتنه کړې وه.

" اوچا" د اپریل په ۲۵ وویل، چې ددغو مرستو یوازې ۲۵۰ میلیونه، چې د ملګروملتونو د اړتیا وړ بودیجې ۵.۴ فیصده جوړوي ترلاسه کړي دي.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې مرستو رسونې ادارو په افغانستان کې د ۲۶.۱ میلیونو کسانو ته مرستې برابرې کړې وې، چې ددغه هیواد د نفوسو له دریو څخه دوه برخې جوړوي.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي، چې له امله یې په افغانستان کې اقتصادي بحران لا پراخه شوی دی. ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان د تیرو دریو کلنو راهیسې د پرله پسې وچکالۍ سره مخ دی او هم ددغه هیواد پر بانکونو باندې د نړیوالو بندیزونو له امله د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوي دي.

" اوچا" ویلي، چې په روان میلادي کال کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي، چې ددغه هیواد دریو برخو څخه دوه برخې جوړوي د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.