"اوچا" : څوارلس ولایتونو کې سیلابونو ۶۳ تنه وژلي

سږکال ژمي کې افغانستان کې واورې او باران اورښت زیات وو، چې په ځینو ولایتونو کې سیلابونو د راوتلو سبب شوی دی.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو د زیانونوپه اړه په یو تازه راپور کې، چې د کب په ۲۹ مه خپور شوی ویلي، چې د مارچ په روانې میلادي میاشت کې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې سیلابونو ۶۳ تنه وژلي او ۳۱ نور ژوبل کړي دي.

همداشان افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" وايي، د دغو سیلابونو له امله له یوسل دووویشت زرو څخه زیاتو کسانو ته مالي زیان رسیدلی دی.

" اوچا" ویلي، چې په روانه میاشت کې سیلابونو د فراه، کندهار، هلمند ، کونړ، ننګرهار، او زابل په ولایتونو کې خلکو ته زیات زیان اړولی دی.

په فراه کې د دغو سیلابونو له امله دوه پنځوس زره کسان، کندهار کې دوه دیرش زره ۷۵۰ تنه او هلمند کې اتلس زره ۳۴۰ تنه زیانمن شوي دي.

" اوچا" وايي، چې د فراه، کندهار، هلمند، هرات، کاپیسا، پروان، زابل او کابل په ولایتونو کې سیلابونو دولس زره او څلور سوه یوڅلویښت کورونه ویجاړ کړي، چې یوازې اوه زره او ۵۶۷ یې په فراه او کندهار په ولایتونو کې ویجاړ شوي دي.

" اوچا" د رپوټونو پر اساس ویلي، چې په دغو دوو ولایتونو کې سیلابونو یوسل او څلویښت ښوونځي هم ویجاړ کړي دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" په خپل دغه راپور کې د هرات په ولایت کې د تیرې سه شنبې د ورځې ( کب ۲۹ مه) د سیلابونو په اړه ویلي، چې سیلابونو د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو ګورزوان،زنده جان، پښتون زرغون، شینډنډ، ګوزره او بلند شاهي کې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي، چې د رسیدلو زیانونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

د هرات ولایتي چارواکي هم وايي، چې د سه شنبې او چهارشنبې د روځو د سخت اورښت وروسته د دغه ولایت په شمالي او لودیځو ولسوالیو کې سیلابونه راوتلي دي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون دیارلس تنه وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امر یکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په سیلابونو کې درې ماشومان، څلورښځې او شپږ سړي وژل شوي دي.

هغه وویل، چې سیلابونو د رباط سنګي، غوریان، زنده جان، زاول او کوه زور په ولسوالیو کې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي، چې دقیقه اندازه به یې وروسته اعلان شي.