د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا) وايي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۲۷۹.۷ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.
دغه دفتر د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۱۴( مرغومې ۲۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې اټکل کړی چې په روان میلادي کال کې به په افغانستان کې لږ ترلږه ۱۴.۳ میلیون وګړي په ټول هیواد کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا ولري.
اوچا اټکل کړی، چې ددغه شمیر یوازې ۹.۳ میلیون کسانو ته به په روان کال کې روغتیايي مرستې برابرې کړای شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې په دغه شمیر کې ۵۳ فیصده یې ماشومان، ۲۳ فیصده یې ښځې او پاتې نور یې معلولیت لرونکي کسان شامل دي.
ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته د افغانستان د روغتیا سکټور ته خورا زیات زیان رسیدلی دی او نږدې د سقوط سره مخ شوی دی.
په عین وخت کې په افغاسنتان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) ویلي چې د جاپان حکومت اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د ۱.۵ میلیونو ډالرو د نوې مرستې اعلان کړی دی.
دغې ادارې ویلي چې د جاپان دا بودیجه به د امیدوارو میندو، ماشومانو، ځوانانو د روغتیا او هم د روحي ناروغیو د درملنې په برخه کې په مصرف ورسیږي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې پر دغه مالي ملاتړ به ۶۰ زره ښځو، نجونو او ماشومانو ته د روغتیايی څارنې خدمتونه برابر کړي.
ددې دمخه په کابل کې د جاپان سفارت ویلي و چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې یې افغانستان سره ۵۰۵ میلیونو ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړي دي.
د روغتیا نړیوالې ادارې (WHO) د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې ویلي وو چې شاوخوا ۱۵۴ زره اړمنوافغانانو ته یې روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ډسمبر ۲۶ (مرغومې شپږم) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سازمان د پنځه همکارو غیر دولتي موسسو په مرسته د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د ۱۰۶ روغتیايي مرکزونو له لارې د اساسي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر پیاوړي کیدو سره مرسته کړې ده.
دغه سازمان ویلي: "دا لاس ته راوړنه په ټول افغانستان کې خلکو ته د متوازنو او هراړخیزو روغتیايی خدمتونو د برابرولو او د روغتیايي خدمتونو د ښه کیدو او انعطاف په برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان ژمنه څرګندوي
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې دغه سازمان د خپلو همکارو غیر دولتي موسسو په مرسته ۱۵۴۷۱۷ کسانو، چې ( ۱۰۶۶۶۱ کسان یې لویان ۴۳ زره او ۵۲۰ سړي او ۶۳ زره او ۱۴۱ ښځو او ۴۸ زره او ۵۶ ماشومان او۲۴۵۳۹ یې هلکان او ۲۳۴۷۶ یې نجونې) دي او ۱۲۲۳۹ نورو کسانو سره د تروما د درملنې د مرکزونو له لارې روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. ".
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان د روغتونونو په ګډون ۳۱۰ روغتیايي مرکزونه د روغتیايي خدمتونو د کمښت سره مخ دي.