افغانستان کې د صحي کارکوونکو تلفاتو ملګري ملتونه اندېښمن کړي

تصور ارشیف

ملګرو ملتونو افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو په تلفاتو اندېښنه وښوده

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د صحي کارکوونکو د مخ پر زیاتېدونکو تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې او د هغه د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ په چارو (اوچا) کې د عمومي منشي ځانګړي استازي مرستیال توبي لینزر په یوې اعلامیې کې ویلي دي: " د جولاۍ د شپږم او نهم ترمنځ ددریو پېښو، چې پنځه صحي کارکوونکي په کې ووژل شول، سخت خواشیني یو".

هغه ویلي دي چې دغه وژل شویو کسانو په نادولتي ادارو کې کار کاوه. اوچا افغانستان کې د جګړې له ښکیلو غاړو څخه د مرستې رسونې د کارکوونکو د ژوند د خوندیتوب لپاه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

پر کلینیک برید

" اوچا" په دغه اعلامیه کې پر روغتیايي مرکزونو د برید ځای او د بریدکوونکو غاړو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

خو تیره ورځ ( چنګاښ ۹مه) د میدان وردګ ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت دایمیرداد ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې د دوو روغتیايي کارکونکو او د یو ناروغ د پایواز وژل کیدل تائید کړي وو.

دایمیرداد ولسوال امریکا غږ ته وویل، چې په وژل شوو کسانو کې د طالبانو د ډلې د روغتیایي چارو یو مسول هم شامل وو.

د میدان وردک و ولایتي چارواکو د وینا له مخې د اوړمې شپې په برید کې د سویډن د موسسې په مرسته یو جوړ شوي کلینیک کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

دا کلینیک د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې فعال وو. په افغانستان کې په جګړه کې د ښکیلو خواو له خوا د مرستې رسونې په کارکوونکو باندې بریدونه تیرو دوو کلونو کې زیات شوي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وايي، د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل څخه ترنن ورځې ( چنګاښ ۱۰ مه) اوه اویا روغتیايي کارکوونکي یا وژل شوي، یا ټپیان شوي او یا هم تښتول شوي دي.

" اوچا" وايي، تیر ۲۰۱۸ کال په دولس میاشتو کې دا شمیر ۷۶ تنو ته رسیدلی وو.