د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" یو ځل بیا په افغانستان کې په روان میلادي کال کې ۲۳.۷ میلیونو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه ۴.۶۲ ملیاردو ډالرو د مرستې د برابرولو غوښتنه کړې ده.
" اوچا" د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (ثور پنځم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې افغانستان د تیرو دریو کلنو راهیسې په پرله پسې ډول د وچکالۍ د اغیزو لاندې دی.
" اوچا" لیکلي: "افغانستان کې د تیرو دریو کلنو پرله پسې وچکالۍ، د دوو کلنو اقتصادي بحران، د لسیزو کلنو له جګړو څخه زیږیدلې ستونزې او په منظم ډول د طبیعي پیښو پیښیدلو له امله د بشري مرستو برابرول ددغه هیواد اوسیدونکو د ژوندي پاتې کیدو او ژغورنې یوازینې لار ده".
With Afghanistan facing its 3rd consecutive year of drought, 2nd year of severe economic hardship, consequences of decades of war & recurrent natural disasters, humanitarian aid remains the last lifeline for much of the population. $4.62bn is needed to assist 23.7M pple in 2023. pic.twitter.com/CaBa46hCvk
— OCHA Afghanistan (@OCHAAfg) April 25, 2023
ملګروملتونو د روان میلادي کال ۲۰۲۳ په سر کې په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۴.۶۲ میلیاردو ډالرو د برابرولو غوښتنه کړې وه.
خو د ملګروملتونو دا اداره وايي، نړیوالې ټولنې ددغه کال په لومړیو دریو میاشتو کې یوازې ۲۵۰ میلیونه ډالر، چې د ټولې غوښتل شوې مرستې ۵.۴ فیصده جوړوي ورته تراوسه برابر کړي دي.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې د معلوماتو له مخې د تیرمیلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې دا اندازه ۱۴ فیصده او ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو میاشتو کې ۶ فیصده وه.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د مرستو په برابریدو کې د کموالي له امله د مرستو رسولو ادارو له وړاندې افغانانو سره خپلې مرستې کمې کړي دي.
اوچا وايي: "د مثال په ډول د مارچ د میاشتې په شلمه د خوړو نړیوالې ادارې ' ډبلیو ایف پي' اعلان وکړ، چې په موجودو پیسو باندې به ډیرو زیاتو مرستو ته د اړو ۱۳ میلیونو افغانانو له ډلې یوازې څلورو میلیونو ته د اپریل په میاشت کې مرستې برابرې کړي. دا په دې معنی دي، چې نهه میلیونه مرستو ته اړ او لوږې سره مخ افغانان به د خوړو مرستې ترلاسه نه کړي".
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې په داسې وخت کې کمې شوي، چې په کلیوالو سیمو کې کورنیو د خوړو خپلې زیرمنې د می په میاشت کې د نوو حاصلاتو د اخیستلو وړاندې مصرف کړي دي.
" اوچا" وايي، چې د روان کال د جنورۍ او مارچ په میاشتو کې د مرستو د کمیدو له امله په ځینو نورو برخو کې هم خلکو ته د مرستو برابرولو کې ځنډ پیښ شوی دی.
د " اوچا" د راپور له مخې د مرستو رسونې ادارو د نړیوالې ټولنې څخه په عاجل ډول د بشري مرستو د برابرولوغوښتنه کړې ده.
ددې ادارې د معلوماتو له مخې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې مرستو رسونې ادارو په افغانستان کې د ۲۶.۱ میلیونو کسانو ته مرستې برابرې کړې وې، چې ددغه هیواد د نفوسو له دریو څخه دوه برخې جوړوي.