نړۍ د بیساري اقتصادي رکود سره مخامخ ده – رپوټ

د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا سازمان رپوټ ورکړی چې د کووید۱۹ وبا نړۍ له داسې اقتصادي رکود سره مخامخ کړې چې په تیرې یوه پیړۍ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

ددې بنسټ په رپوټ کې چې د چهارشنبې په ورځ جون ۱۰ (غبرګولي ۲۱) خپور شو، راغلي دي چې په ټوله نړۍ کې په سلګونو میلیون کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د کروناویروس له کبله رامنځ ته شوی اقتصادي کړکیچ په ځانګړې توګه ناداره خلکو او ځوانانو ته ډیر تاوان رسولی دی.

ددې سازمان رئیس انجل گوریا، ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې د نړۍ هیوادونه په ډیر بد روغتیایي، اقتصادي او ټولنیز کړکیچ کې ګیر دي.

دغه رپوټ پداسې حال کې خپریږي چې د کروناویروس د وبا په وجه د نړۍ ناخالص عاید شپږ فیصده راټیټ شوی چې په تیرو ۶۰ کلونو کې بیساری دی. په رپوټ کې راغلي دي چې په روان کال کې د کروناویروس د دوهم ځلي څپو د رامنځ ته کیدو په صورت کې د نړۍ ناخالص عاید ښایي ۶ یا ۷ فیصده نور هم ښکته شي.

د اقتصادي همکارۍ او پرمختیا سازمان د نړۍ هیوادونه هڅولي دي چې د روغتیا، د طبي تجهیزاتو د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالې همکارۍ، واکسین او درملو په برخه کې د پانګونې او د اسیب پذیرو هیوادونو سره د مرستې له لارې د کروناویروس په وجه د رامنځ ته شوې نابرابرۍ سره مبارزه وکړي.

د کروناویروس د وبا په وجه چې په تیر کال دسمبر کې د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شوه تر اوسه په نړۍ کې اوه میلیونه او ۲۷۲ زره کسان اخته او ددې جملې نه څه دپاسه ۴۱۲ زره تنه مړه شوي دي.