د ماشومانو د ساتنې اداره: د اقتصادي بحران له امله یوملیون افغان ماشومان کار کوي

عکس(ارشیف)

د ماشومانو د ساتنې (Save the Children’s) ادارې د معلوماتو په اساس په افغانستان کې درامنځته شوي اقتصادي بحران له امله یو میلیون ماشومان په کار بوخت دي.

یادې ادارې ویلي چې د دوی د سروې له مخې په دغه هیواد کې د تیرو شپږو میاشتو راپدېخوا رامنځته شوي وضعیت له امله ۱۸سلنه کورنیو خپل ماشومان کار کولو ته لېږلي دي.

د ماشومانو د ساتنې دغې نړیوالې ادارې نن دوشنبه فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۵) په یو راپور کې ویلي چې د تیرې اګست میاشتې راپدېخوا په افغانستان کې درېیمه برخه کورنیو خپل عایدات هم له لاسه ورکړي دي.

یادې ادارې ویلي: "اته لس سلنه کورنیو خپل ماشومان دکار کولو لپاره بهر ته استولي دي، د معلوماتو په اساس یو میلیون ماشومان کار کوي."

په بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې د هغو کورنیو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی چې د خوراکي اړتیاو پوره کولو لپاره قرض اخلي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي چې په اوو ولایتونو کې له ۱۴۰۰ خلکو سره د دوی د سروې په اساس په افغانستان کې د تیر نظام تر پاشل کېدو وروسته ۸۲ سلنه خلکو خپل عاید له لاسه ورکړی دی.

راپور زیاتوي د رامنځته شوي خراب اقتصادي وضعیت له امله د ښارونو اوسېدونکي تر ټولو زیات ځپل شوي دي او په کابل کې تر نیمايي زیاتو کورنیو ورته ویلي چې خپل ټول عایدات یې له لاسه ورکړي دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران سره سم د توکو بیې لوړې شوي چې له امله ګڼ خلک د خوراکي توکو د رانیولو توان نلري او ۳۹ سلنه کورنۍ په قرض توکي اخلي.

د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي چې ۷.۵ سلنه کورنیو ورته ویلي چې دوی د خپلې اړتیا د پوره کولو لپاره سوال کوي او په خیرات یې غواړي. د ماشومانو د ساتنې سازمان همدارنګه ویلي چې په دغه هیواد کې اړمنو ماشومانو ته د رسیدګۍ هڅې زیاتې کړي او له اړمنو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکوي.

دغه سازمان ویلي چې د تیر کال د سپټمبر میاشتې راپدېخوا بیا تر دامهاله یې د ماشومانو په ګډون د ۷۶۳زره کسانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي.

د غه سازمان همدارنګه ویلي چې په دغه موده کې له ۱۲۷زره کسانو سره چې بېړنو مرستو ته یې اړتیا لره نغدي مرسته کړې او خوراکي مواد یې ورته برابر کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د تیرو شپږو میاشتو راپدېخوا د نظام تر بدلون وروسته د اقتصادي بحران په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د تیرو شپږو میاشتو راپدېخوا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې او خیره بنسټونو لخوا د مرستو کمېدل، د ګڼو کسانو بېکاره کېدل او د افغانستان د شتمنیو کنګل په دغه هیواد کې د رامنځته شوي اقتصادي کړکېچ له اصلي لاملونو څخه بلل کیږي.