چارواکي: د غزني په اندړ ولسوالۍ کې ۳۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د غزني امنیتي چارواکو پر وینا، لا هم په اندړو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو چاڼیز عملیات دوام لري.

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال، د وسله‌والو طالبانو د دوو سرګروپانو په ګډون ۳۸ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د غزني امنیه قوماندان جنرال محمد زمان امریکا غږ آشنا ته وویل، دغه عملیات تیره شپه د ځمکې او هوا له لارې د اندړ ولسوالۍ په سردار کلا، مردایې او مراوې کلیو کې ترسره شوي دي.

هغه وویل "د قاري فضل‌الرحمن په نوم د طالبانو یو قوماندان، چې په قاري کوچي هم شهرت لري او د عبدالعلي او عمر فاروق په نوم دوه سرګروپان په وژل شوو کسانو کې شامل دي".

د جنرال محمد زمان پر وینا په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکی وګړو ته زیان نه دی رسیدلی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تیره اونۍ وسله‌والو طالبانو د غزني د اندړو پر ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ برید وکړ، چې په نتیجه کې یې ۴۰ تنه ووژل شول او ۳۰ تنه ټپیان شول.

امنیتي چارواکي وايي، چې له دغې ولسوالۍ څخه د طالبانو د ایستلو په موخه د قاطع ملاتړ ځواکونو د هوايي بریدونو په مرسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات دوام لري.