بایډن غواړي د عثماني امپراتورۍ له خوا د ارمنیانو وژنه 'نسل وژنه' وګڼي 

امریکایي مقامات وایي د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن غواړي د ترکیې د عثماني امپراتورۍ له لورې د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې د ارمنیانو وژل کیدل "نسل وژنه" وګڼي.

دغو مقاماتو د نوم د نه څرګندولو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی بایډن د شنبې په ورځ ددغې پیښې د قربانیانو د یادونې د کالیزې په ورځ دغه اقدام اعلان کړي.

ښاغلي بایډن د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې ویلي وو چې: "د ارمنیانو د نسل وژنې د رسمیت پیژندنې له قطعنامې به ملاتړ وکړي او نړیوال بشري حقونه به د خپلو لومړیتوبونو په سر کې ځای کړي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د چهارشنبې په ورځ د بایډن د ژمنې په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زه تمه لرم چې د شنبې په ورځ د (قربانیانو) د یادښت په ورځ د ویلو لپاره زیات څه ولرو."

پدې ترڅ کې د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو شاوخوا ۱۰۰ غړو د چهارشنبې په ورځ په یو لیک کې له ښاغلي بایډن وغوښتل چې د امریکا لومړنی جمهور رئیس شي چې دغه وژنې د نسل وژنې په نوم په رسمیت پیژني.

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، ویلي دي چې د نسل وژنې په توګه د دغو وژنو پیژندنه د ناټو د متحدینو ترمنځ اړیکو ته تاوان رسوي.

تاریخ لیکونکي اټکل کوي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې شاوخوا یو میلیون او پنځه سوه زره ارمنیان د ترکیې د عثماني امپراتورۍ له خوا وژل شوي دي چې اکثر کارپوهان دغه پیښه د شلمې پیړۍ لومړنۍ نسل وژنه ګڼي.

ترکیه د نسل وژنې تور ردوي او وایي ددغو کسانو وژنه د داخلي ناارامیو او جګړو ترخه ثمره وه. انقره همداشان ټینګار کوي چې ددې جګړې د تلفاتو شمیرې لوړې ښودل شوې دي.

نسل وژنه د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸کال د دسمبر د کنوانسیون له مخې د بشریت ضد تر ټولو سخت جنایت ګڼل شوی دی. هر هغه اقدام چې د یو ملت، قومي، فرقه یي، نژادي او یا مذهبي ډلې د بشپړه او یا قسمي له منځه وړلو لپاره وشي، نسل وژنه بلل کیږي.