د اسلامي همکاریو سازمان: د ښځو پر کار او زدکړه د طالبانو بندیزونه د اسلامي قانون خلاف دي

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د روان وضعیت په اړه د یوې بیړنۍ غونډې په ترڅ کې د طالبانو له لوري په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړې او د ښځو په کار باندې بندیزونه له اسلامي قانون سره په ټکر کې ګڼلي دي.

دا غونډه د سعودي عربستان، ترکیې او ددغه سازمان د څو نورو غړو په بلنه د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومي ۲۱) د سعودي عربستان د جدې په ښار کې جوړه شوې وه.

ددغه سازمان له لورې د غونډې په پای کې د یوې اعلامیې په ترڅ کې په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې او د هېواد په سولې، امنیت، ټولنیزې او اقتصادي پراختیا کې د ښځو پر رول باندې ټینګار شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي: "پر افغان اوسني چارواکو غږ کوو چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په برخه کې هڅې وکړي او هغوی ته دا زمینه برابره کړي چې په ټولو برخو او رشتو کې د افغانستان د خلکو د اړتیا سره سم برخه واخلي."

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو وغوښتل چې ددې سازمان او د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو تړونونو په رڼا کې او د بشري حقونو قراردادونو ته د خپل ملکفیت له مخې د ښځو حقونه خوندي کړي.

اعلامیه زیاتوي: "له افغان چارواکو غواړو چې ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي چې خپل حقونه وکاروي او د افغاني ټولنې په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې د خپلو حقونو او مسوولیتونو سره سم چې د اسلام او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له خوا تضمین شوي دي، ونډه واخلي."

له ملګرو ملتونو وروسته د اسلامي همکاریو سازمان په نړۍ کې تر ټولو لوی سازمان دی، ۵۷ غړي لري او د اسلامي نړۍ ګډ غږ بلل کیږي.

د طالبانو حکومت د دسمبر په ۲۰مه په دغه هېواد کې ټولو پوهنتونونو ته امر وکړ چې د ښځینه محصلینو زدکړې تر "امر ثاني" وځنډوي.

له دغه امر څو ورځې وروسته د طالبانو د اقتصاد وزارت ټولو کورنیو او بین المللي نادولتي موسسو ته امر وکړ چې ښځینه کارکوونکي له کار څخه لیرې کړي.

د طالبانو له لوري د ښځو پر حقونو باندې دغو محدودیتونو پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

څېړونکي وايي، د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار باندې د طالبانو د بندیزونو په اړه اندیښمن دی او ګني چې دا کار نړۍ ته د اسلام په اړه منفي پیغام وړاندې کوي.

د اسلامي همکاریو په سازمان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ، امید راشد کوهستاني وویل: "د اسلامي همکاریو د سازمان د ایجاد اصلي هدف نړۍ ته وښيي‌ چې اسلام سپیڅلی او عالي فرهنګ لري او د اسلاموفوبیا پر ضد مبارزه وکړي. کوم اقدامات چې په تېر کې طالبانو کړي، پوهنتونونه او مکاتب یې د ښځو پر مخ تړلي ‌او دوی ته د کار اجازه نه ورکوي، نو دغه دلایل ددې سبب شو چې د اسلامي همکاریو سازمان یوه بیړنۍ غونډه جوړه کړي چې د نورو اسلامي هېوادونو موقف نړۍ ته وښيي چې کوم کار چې طالبان کوي، دا اسلامي قوانینو سره په ټکر کې دی."

تر دې مخکې د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر ښځو باندې د طالبانو وروستي محدوديتونه له شريعت سره په ټکر کې بللي وو.