ظریف: امریکا پر موږ دتیلو د خرڅولو لارې نشي بندولې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف خبرداری ورکړی که امریکا په نړیوال مارکېټ کې د ایران د تېلو د خرڅلاو د مخنیوي هڅو ته دوام ورکړي پایلې به یې ناوړه وي.

جواد ظريف دا خبرې د چهارشنبې په ورځ ( اپریل ۲۵) په نيويارک کې يوې غونډې ته وکړې او ویې ویل "تهران ډاډمن دى چې وبه کولاى شي د خپلو تېلو صادرولو ته ادامه ورکړي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي چې په افغانستان او عراق کې ثبات راوستل د امریکا د احتمالي همکارۍ سره د واشنگټن او تهران لپاره لومړيتوب دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي "که چېرې امریکا باور لري چې په افغانستان کې ثبات غواړي، زمونږ غوښتنه هم همدغه ده. که چېرې امریکا باور لري چې فارس خلیج کې ثبات غواړي او د هورمز تنگي د تجارت لپاره ازاده وي چې زمونږ د ملي امنیت لپاره اړین دی نو ولې د ایران سره دا ډول دریځ ساتي؟ د امریکا دا تگلاره د نابودۍ لور ته درومي."

د ايران د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې واشنګټن تېره دوشنبه هغه شپږ مياشتنى معافيت ختم کړ چې له مخې يې د تېلو ۵ لويو پېرودونکو کولاى شول، پر ايران له بنديزونو سره سره له تهران څخه يوه اندازه تېل وپېري. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې هر هیواد چې دغه مقررات تعقیب نکړي د امریکا د بندیزونو سره به مخ شي.

امریکا د دوشنبې په ورځ ( اپریل ۲۲) وویل، چې د بندیزونو برخه کې هغو هېوادونو ته، نور، معافیت نه ورکوي چې له ایران څخه تېل صادروي.

له ایران څخه تیل اخیستونکو کې چین، هند، جاپان، جنوبي کوریا، ترکیه، ایټالیا، یونان او تایوان شامل دي.

دغو هیوادونو کې ایټالیا، یونان او تایوان بدیلې لارې ولټولې، خو چین او د امریکا ملګرو هند، جاپان ،سوېلي کوریا او ترکیې له ایران څخه د تېلو اخیستل بند نه کړل.

که دغه پنځه هېوادونه د روان کال د می تر لومړۍ نیټې له ایران نه تېل اخستل بند نه کړي، نو د امریکا اقتصادي بندیزونه پرې لګېږي.

ایران وئیلي که چېرې امریکا د تهران د تیلو د مشتریانو مخه ونیسي نو د هومز تنگی به بند کړي او د امریکا اقدام به ناوړه عواقب ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي که امریکا د ایران په تیلو بندیزونه ولګوي، متحده ایالات به د بدو عواقبو سره مخامخ شي.

جواد ظریف وایي که امریکا پدې کوشش کې وي چې د ایران د تیلو صادرات بند کړي او د هرمز تنګي له لارې خپل فعالیت ته دوام ورکړي، دا به بدې پایلې ولري.

د تېر کال نومبر کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایران سره د شپږو قدرتونو له اټومي تړون څخه په یو اړخیز ډول خپل هېواد وویست او پر تهران یې نوي اقتصادي بندیزونه ولګول، خو امریکا له ایران سره د اتمي تړون څخه تر وتلو وروسته اته هیوادونه مستثنی وګڼل او هغوی ته یې اجازه ورکړه چې له ایران سره سوداګري وکړي.

جواد ظریف وايي"زموږ په باور ايران به د خپلو تېلو خرڅلاو ته ادامه ورکړي. موږ به خپلو تېلو ته د مشتريانو پيدا کولو ته دوام ورکړو. د خپلو تېلو د خرڅلاو لپاره به هُرموز تنګى د يوې خوندي ټرانزيتي لارې په توګه وکاروو. دا زموږ اراده ده او زموږ په باور دغسې به کېږي. خو که امريکا زموږ د دې کار د مخنيوي لپاره له لېونتوب ډک اقدام وکړي، ځان دې د دې کار عواقبو ته هم اماده کړي."

مایک پمپیو وايي "هر هیواد یا نهاد چې د ایران سره راکړه ورکړه کوي باید احتیاط وکړي او غلط نشي. دا گټه د دې ډول خطر ارزښت نلري."

چین خپل نیمايي تیل له ایران څخه اخلي او د امریکا د دغه اقدام مخالف دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیرجینگ شانگ وايي "د چین او ایران ترمنځ همکاري شفافه، ښکاره، معقول او مشروع ده، نو ځکه د درناوي وړ ده."

په ورته وخت کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي "دا کار نه له سیاسي اړخه سم دی او نه هم له اخلاقي اړخه."

هند د ایران د تیلو دویم لوی اخیستونکي وئیلي چې مقررات به ومني. خو په تیرو وختونو کې بندیزونه له پامه غورځولي او د تیلو په پیر کې یې د ډالرو په ځای له روپیو کار اخیستی.

Your browser doesn’t support HTML5

پر ایران د بندیزونه، او د ایران خبرداری

پر ايران دغه بنديزونه وروسته له هغې ولګول شول چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي موافقې ووت.

څیړونکي وایي له چین او ترکیې پرته به ګرانه وي چې د ایران د تېلو صادرات صفر ته ټیټ شي، ځکه دا دوه هېوادونه د ایران پنځوس سلنه تېل صادروي.

د سې شنبې په ورځ د (اپریل په ۲۳) د یو بېرل تیلو بیه له ۷۴ ډالرو پورته شوه او دا له تېر نومبر راهیسې د تېلو تر ټولو لوړه بیه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې سعودي او متحده عربي امارات به د تېلو تولید ډېر کړي او دا کمی به پوره کړي، خو د تېلو دوه نور ستر تولیدوونکي وینزویلا او لیبیا لا د مخه له ستونزو سره مخ دي.