د امریکا لومړنی جومات چې آ‌ذان پکې په لوډ سپیکر کې کیږي او بهر اوریدل کیږي

دا جومات په ۱۹۳۸ کال کې جوړ شوی او د مشیګن په ایالت کې تر ټولو زوړ جومات دی.

د امریکایي مسلم ټولنې په نامه جومات چې د متحده ایالاتو د مشیګن ایالت د ډیربورن په ښار د ۱۹۸۰ په لسیزه کې جوړ شوی په امریکا کې لومړنی جومات دی چې په لوډ سپیکر کې د آ‌‌ذان کولو اجازه ورته ورکړل شوې او غږ یې د جومات څخه بهر هم اوریدل کیږي.

دا جومات پدې ایالت کې ۸۵ کاله وړاندې آباد شوی او تر ټولو زوړ جومات دی.

سره لدې چې په متحده ایالاتو کې د مسلمانانو جوماتونه اوس ډیر دي خو د مشیګن په ایالت کې دا جومات په ۱۹۳۸ میلادي کال کې یو شمیر مسلمانانو چې د فورډ موټر جوړولو په شرکت کې د کار کولو لپاره د ډیربورن ښار ته تللي و د جومات لومړی پوړ جوړ کړ او په لوډ سپیکر کې د ا‌ذان کولو اجازه ورته ورکړل شوه.

دا جومات چې څو پوړه لري په یو وخت کې پکې څه باندې دوه زره عبادت کوونکي د لمانځه ادا کولو لپاره ځایږي او د عبادت کولو تر څنګ پکې نورې برخې هم شته چې د ټولنې غړي یې د بیلا بیلو فعالیتونو لپاره کاروي.

جومات ته ډیری راتلونکي عبادت کوونکي عربان دي خو د یو شمیر آسیایي او افریقایي هیوادونو اتباع هم ورځي.

د جومات مسؤل یحیی الفاقح امریکا غږ ته وویل چې د سیمې خلک دا جومات د خپل ژوند تر ټولو مهمه برخه بولي او تقریباً ټولې چارې یې د جومات سره تړلې دي.

ښاغلي الفاقح زیاته کړه، "د جومات شاوخوا پراته خلک تل مسجد د خپل ژوند مرکزي برخه بولی. دلته ماشومان او کورنۍ راځي او کله چې خلک مرستې ته اړتیا ولري، هم جومات ته مراجعه کوي".

جومات د ماشومانو لپاره د دیني زده کړو ځانګړي پروګرامونه هم لري.

پدې جومات کې د ماشومانو او لویانو لپاره تمام کال د زده کړو پروګرامونه روان وي خو د روژې په میاشت کې بیا ځانګړي پروګرامونه لري چې ډیر ګډون کوونکي یې تنکي ځوانان دي.

د جومات مسؤلین وایي چې د ځوانانو لپاره د قرآنکریم د حفظ کولو پروګرامونه لري او د روژې په میاشت کې د قاریانو تر منځ د تلاوت کولو سیالۍ هم کیږي.

مسؤلین همدارنګه پلان لري چې د دیني زده کړو پروګرامونو تر څنګ په جومات کې د ورزش کولو لپاره جمنازیوم هم جوړ کړي او وایي پدې کار سره غواړي نوی نسل وهڅوي چې جومات ته یوازې د لمانځه کولو لپاره نه بلکې د لوبو لپاره هم ورشي.

د ډیربورن په ښار کې د مسلمانانو شمیر ډیر دی او په ۲۰۲۱ کال کې د نومبر په انتخاباتو کې د لومړي ځل لپاره یو مسلمان عبدالله حمود د دې ښار ښاروال وټاکل شو.

دې جومات ته د مسلمانانو تر څنګ د نورو مذهبونو خلک هم د اسلام په هکله د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره ورځي.