د زیتون د پاڼې حیرانوونکې طبي ګټې

ډاکټران سپارښتنه کوي چې د وچ چای په ځای د زیتون د پاڼو کارول ګټور دي

ډاکټران وايي، د زیتون پاڼې د زړه د ناروغیو، د پوټکي او مثانې د سرطان، تور زېړي، ټيټ فشار او ځینو نورو نارغیو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.

د نویو طبي موندنو له مخې د زیتون پاڼې د اولیوروپین په نامه ځانګړي کیمیاوي مواد تولیدوي چې د زخمونو د پړسوپ او جلد د خارښ د مخنیوي لپاره ګټور دي.

په نیویارک کې ډاکټر چارلس پاسلر وايي، د زیتون په پاڼو آنتي‌اکسیدان ماده شته او همدغه راز دا پاڼه ویتامین اې او ویتامین بي-۹ هم تولیدوي چې د بېلابېلو رنځونو لپاره ګټور دي.

نوموړی وايي د وچ چایو په ځای د زیتون د پاڼو کارول هم صحت خورا ګټور دي.

په ننګرهار کې د زیتون دانې

  • د زیتون پاڼې نورې ګټې

د ډاکټرانو په وینا د زیتون پاڼې د پړسوپ د رغولو او کېنولو لپاره ښه دي.

د زیتون پاڼې د جلد د خارښت د ارامولو لپاره هم ښه دي، د نوې څېړنې په اساس چې پر حیواناتو شوې دي، د زیتون پاڼې د سینې، د پوټکي او مثانې د سرطان په مخنیوي کې هم مهم رول لوبولی شي.

په زیتونو کې شته کیمیاوي مواد د ذهني نبوغ په وده کې هم رول لوبوي، په خاص ډول د الزایمر او پارکېنسن ناروغیو په مخنیوي.

رپوټ وايي په دغو پاڼو کې شته کیمیاوي مواد هغه علتونه وژني چې عقلي او ذهني ځواک او نبوغ ځپي او کمزوری کوي.

د څېړنو په اساس ډاکټران دا سپارښتنه هم کوي چې د زیتون پاڼې د وینې د ټېټ فشار، د زړه د نارغیو او تور زېړي په مخنیوي کې هم ګټور تمامېدی شي او تر ټولو مهمه یې دا چې د زیتون پاڼې د اولیانولیک اسید هم لري چې انسان ته انرژي ورکوي.

د ننګرهار کانال زیتون

د (wellandgood) په طبي ویپاڼې کې دا تازه معلومات خپاره شوي دي.

خو ډاکټر پاسلر وايي چې د دغو علمي څېړنې د موندلو د لا ثابتولو لپاره نورو تحیقاتو ته اړتیا ده.