ریچارد اولسن: طالبان د بهرنیو پوځیانو د وتلو مهالویش په اړه انعطاف ښيي

Richard G. Olson

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخوانی استازی ریچارد اولسن وايي دده په نظر طالبان د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهال ویش په اړه انعطاف ښيي.

د ښاغلي اولسن په وینا، طالبان ځکه دا انعطاف ښيي چې هغوی د ګډوډیو د رامنځ ته کیدو په علت په عاجل ډول د بهرنیو قواوو وتل نه غواړي.

د هغه په وینا که څه هم طالبانو په عامو او شخصي مجالسو کې دا روښانه کړې چې دوی له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو قواوو د وتلو تمه لري.

دغه امریکايي سیاستوال کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر په اړه وویل، دده په اند، خلیلزاد به طالبانو ته قناعت ورکوي چې د بندیانو تبادله شوی او اوس د دې وخت رارسیدلی چې دوی د افغانستان د حکومت سره خبرې وکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

ریچارد اولسن