مایک پنس د شمالي کوریا د رژیم له قربانیانو سره وکتل

د امریکا مرستیال جمهور رئیس په جنوبي کوریا کې د ژمني المپیک د لوبو د پرانستلو مراسمو ته تللی دی

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس، د جمعې په ورځ د شمالي کوریا د هغو څو تنو سره وکتل چې په هغه هیواد کې له شکنجې او ازار وروسته جنوبي کوریا ته تښتیدلي دي.

دغه لیدنه کتنه پداسې په جنوبي کوریا کې پداسې حال کې شوې چې د پیونګ یانګ په ښار کې د ژمني المپیک لوبې روانې دي.

د ښاغلي پنس سره په دغه لیدنه کتنه کې د امریکایي (اتو وارمبیر) پلار فرد وارمبیر او دهغه میرمنې هم برخه اخیستې وه. اتو وارمبیر څه موده وړاندې په شمالي کوریا کې د زندان نه له خلاصون او امریکا ته له راتگ وروسته مړ شو.

ښاغلي پنس فرد وارمبیر یو اتل وگاڼه چې د شمالي کوریا د پناه غوښتونکو د ارمان لپاره یې هڅه کوله.

په داسې حال کې چې جنوبي کوریا د ژمني المپیک د نړیوالو لوبو کوربه ده، شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ په پلازمینه پوینگ یانگ کې پوځي رسم گذشت جوړ کړ او یو ځل بیا یې خپل پوځي طاقت وښود.

ښاغلي پنس جنوبي کوریا ته د سفر په ترڅ کې وویل یوه ورځ وروسته له هغې چې د جنوبي کوریا ولسمشر که مون جائه د المپیک د لوبو د پرانستلو په مراسمو کې وویل هیله من دی چې المپیک سوله ییز اوسي، شمالي کوریا پوځي رسم گذشت وکړ.

د ښاغلي پنس په وینا دا ددې واقعیت ښکارندویي کوي چې پیونگ یانگ پدې ژمني المپیک کې له گډون نه د نړیوالو اړیکو لپاره د ښه نیت د څرگندولو څخه استفاده نشي کولای.

ښاغلي پنس وویل "هغه څه چې مونږ د المپیک په شپه په پیونگ چانگ کې ولیدل یو ځل بیایی د بالستیک میزایلو د ښکاره کولو لپاره د پیونگ یانگ هڅه په ډاگه کړه. پوځ یې وښود چې د سیمې او ټولې نړۍ د هیوادونو گواښلو ته دوام ورکوي."

د شمالي کوریا یو رسمي هیت چې د هغه هیواد د جمهور رئیس جونگ اون خور هم په کې شامله ده د اغلمپک د پرانستلو لپاره جنوبي کوریا ته راغلی. د شمالي کوریا د مشر خور د هغه هیواد د واکمنې کورنۍ لومړنۍ غړې ده چې د دوو کوریاو د جنگ راوروسته په تیرو ٦٠ کلونو کې جنوبي کوریا ته سفر کوي.

د شمالي کوریا د جمهور رئیس خور د المپیک لوبو لپاره جنوبي کوریا ته تللې

​ښاغلي پنس په خپله وینا کې یو ځل بیا ټینگار وکړ چې متحده ایالات به پر شمالي کوریا باندې فشارونو ته دوام ورکړي. هغه وویل چې دغه فشار به تر هغه دوام ومومي چې پیونگ یانگ د نړۍ او سیمې هویاونو ته خطر نه اوسي.

په دې ترڅ کې په ژمني المپیک کې د شمالي کوریا د هیت او ورزشکارانو د گډون مخالفین هم په پیونگ چانگ کې راټول شوي وو. له بلې خوا یوه ډله خلک بیا د یو ځانگړي بیرغ لاندې د دواړو کوریاگانو د لوبغاړو د رسم گذشت نه د ملاتړ لپاره راټول شوي وو.