د زده کړو نړيوالې سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو سر منشي په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او تعليم د طالبانو د حکومت بنديز "ظالمانه" بللى او د دغه محدوديتونو د ليرې کېدو غوښتنه يې کړې ده٠
انتونيو ګوتيرش د سې شنبې په ورځ جنورۍ ۲۴ (سلواغې څلورمه) پر خپل ټويټر پاڼه په يو پيغام کې ويلي: "اوس مهال د ټولو هغه تبعيضي قوانينيو او اقداماتو د پاى ته رسېدو وخت دى چې زده کړو ته د لاس رسي مخه نيسي٠"
ښاغلي ګوتيرش په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړو ځنډېدو او د نجونو د زده کړو مخنيوي په اړه د طالبانو پر پرېکړې انتقاد کړى او ويلي يې دي چې طالبان بايد ژر تر ژره دغه پرېکړه لغو کړي٠
نوموړي زده کړې د ټولو انسانانو اساسي حق بللى او له ټولو هيوادونو څخه يې غوښتي چې پدې برخه کې اقدامات وکړي٠
Now is the time to end all discriminatory laws and practices that hinder access to education.I call on the Taliban to reverse the outrageous and self-defeating ban on access to secondary and higher education for girls & women in Afghanistan. #EducationDay
— António Guterres (@antonioguterres) January 24, 2023
طالبانو په افغانستان کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته په نجونو د تعلیم او کار دروازې بندې کړې او یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته یې د زده کړو اجازه ورکړې ده، د طالبانو دا پرېکړه په نړیواله کچه غندل شوې ده.
د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) وايي چې د ۲۰۲۳ د جنورۍ ۲۴ نېټه، چې د زده کړو نړیواله ورځ ده، دا ورځ د افغان نجونو او ښځو په نوم ځانګړې شوې ده.
د یونسکو مشر ادرې ازولي دوه ورځې مخکې په همدې مناسبت د افغان نجونو او ښځو د تعلیم د اساسي حقونو د بېرته ورکولو غوښتنه کړې ده.
پر همدې مهال د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شارژدافيرې کرن ډکر ويلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بنديز لګېدو له امله په دغه هيواد کې د زده کړو نړيوالې ورځې نمانځل سخت شوي دي٠
اغلې ډکر زياته کړې: "نن د زده کړو نړېوالې ورځې نمانځل سخت دي ځکه چې افغان نجونې او ښځې له دغه حق څخه محرومې دي٠ زده کړې په واقعيت کې د افغانستان د راتلوونکي په اړه پانګونه ده بايد نجونې او هلکان هغه ته لاس رسٸ ولري٠"
It is difficult to commemorate the International Day of Education today knowing Afghan women & girls are now denied this right. Education is an investment in Afghanistan’s future and must be available to boys and girls. #LetAfghanGirlsLearn #IDE
— Chargé d’Affaires Karen Decker (@USAmbKabul) January 24, 2023
د کډوالو په چاروکې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم د يادې ورځې په مناسبت ويلي جې زده کړې د هر انسان حق دى او بايد په افغانستان کې ټولې نجونې زده کړو ته لاس رسٸ ولري، تر څو خپلو ټولو خوبونو ته ورسيږي٠
دغه ادارې ټينګار کړى دى چې زده کړې له خلکو سره له فقر څخه وتلو کې مرسته کوي٠
د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس، ۸۰ سلنه افغان نجونې چې ښوونځیو ته د تلو دي- نژدې ۲.۵ میلیون نجونې- د طالبانو د بندیز له کبله له زده کړو بې برخې شوې دي٠
یونسکو وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته یې هڅه کړې ده چې له غیر دولتي ادارو سره کار وکړي چې افغان نجونو ته له لیري واټن څخه د زده کړې او همدغه راز د رادیو له لارې د زده کړې امکانات برابر او نورې بدېلې لارې ولټول شي.
یونسکو وایي چې تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې ۱۰ میلیون زده کوونکي ښوونځیو ته تلل، دا شمېر د طالبانو د لومړي دور له سقوط وروسته په ۲۰۰۱ کې یو میلیون و چې ۲.۵ میلیون یې نجونې وې.
همدغه راز د لوړو زده کړو په موسساتو کې هم د ښځینه محصلینو شمېر ۱۰۰ زرو ته رسېده.
یونسکو همدغه راز وايي چې په ۲۰۰۱ کې ۱۷ په سلو کې ښځو لیک او لوست کولای شوای خو په ۲۰۲۱ کې دا فیصدي ۳۰ ته رسېدلې وه.