افغانستان کې د کروناویروس د ۱۱۶ تازه مثبتو پېښو ثبت

په افغانستان کې د کروناویروس د ۱۱۶ تازه مثبتو پېښو ثبت ښيي چې په وروستیو اونیو کې په دغه هېواد کې د کروناویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (لړم ۱) وویل چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۴۴۰ مشکوکو سمپلونو معاینه شوې چې له دې شمېرې ۱۱۶ یې مثبتې تشخیص شوي دي.

د دغو تازه مثبتو پېښو زیات شمیر یې په هرات، کابل، بغلان او پروان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

همداشان د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې په دې موده کې دوه کسه په ننګرهار او دوه نور په بلخ او پروان ولایتونو کې د کروناویروس له امله مړه شوي چې ورسره په افغانستان کې د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۱۵۰۵ ته پورته شوی دی.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې په کروناویروس د اخته شویو کسانو له مجموعي شمېرې څخه ۳۳زره او ۸۳۱ تنه بېرته ښه شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د تیر میلادي کال په وروستیو کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې اکتوبر ۲۲ (لړم ۱) په نړۍ کې څه باندې ۴۱میلیونه او ۲۶۱زره کسان په کروناویروس اخته شوي، چې له دې شمېرې له یو میلیون او ۱۳۱زرو څخه زیات کسان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.