تیره میاشت افغانستان کې ۱۸۳ ملکي وګړي وژل شوي – راپور

د "سي اې پي جي" ډلې می میاشتې په راپور کې ویل شوي چې په دغه میاشت کې زیات تلفات د ننګرهار په ولایت کې ملکیانو ته اوړیدلي.

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله "سي اې پي جي " وايي، د تیرې می میاشت کې، د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې په امنیتي پیښو کې۱۸۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۷ نور ټپیان شوي دي.

"سي اې پي جي " د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه د تیرې میلادي میاشتې په راپور کې، چې د جمعې په ورځ (غبرګولی یوولسمه) پای ته ورسیدله، ویلي، په دغه میاشت کې له ۶۰ زیاتې د مرګ ژوبلې پېښې په ۲۳ ولایتونو کې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون۱۸۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او۳۳۷ نور ټپیان دي.

دا شمیر "سي اې پي جي "د ډلې د اوړمې میلادي میاشتې (اپریل) د ملکي مرګ ژوبلې د شمیرونو پرتله د وژل شوو ملکي وګړو په شمیر کې یو څه کموالی او د ژوبلو ملکیانو په شمیر کې یو څه زیاتوالی ښيي .

اوړمه میاشت هم د په ۲۳ ولایتونو کې، ۱۸۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰۶ نور ټپیان شوي وو.

د اپریل په میاشت کې زیات تلفات د کابل په ولایت کې ثبت شوي وو، خو د می په میاشت کې د نورو ولایتونو پرتله د ننګرهار په ولایت کې په زیات شمیر ملیکیانو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

په دغه میاشت کې په ننګرهار کې ۴۶ تنه مړه او ۱۳۶ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه په کندهار او خوست کې هم د نورو ولایتونو پرتله د مرګ ژوبلې شمېرې لوړې ثبت شوي دي.

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله "سي اې پي جي " وايي، تېره میاشت چې د روژې نیمايي هم په کې شامله ده، د وسله‌والو ډلو له لوري په ځانمرګو بریدونو، سړک غاړې ماین چاودنو، هدفي وژنو، هاوان مرمۍ توغولو او همدارنګه د حکومتي ځواکونو له لوري په شپنیو او له وسله‌والو طالبانو سره په مخامخ جګړو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله"سي اې پي جي " د تیر میلادي کال د اکست له میاشتې راهیسې هره میاشت په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه رپوټونه خپروي

"سي اې پي جي "په ډله کې تر شلو پورې غیرې حکومتي ادارې او مدني ټولنې بنسټونه شامل دي.

د دغه ګروپ سربیره افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی "یوناما" هم د ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه درې میاشتني راپورونه خپروي.

یوناماد روان میلادي کال د دریو میاشتو په راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې په لومړیو دریو میاشتو کې ۷۶۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۹۵ نور ټپیان شوي دي.

افغان حکومت او د افغان حکومت وسله والو مخالفانو تراوسه د "سي اې پي جي " د ډلې د راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.