په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو غړی وژل شوی

د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د امریکايي ځواکونو یو منسوب په افغانستان کې وژل شوی دی.

د دغه ماموریت لخوا د جمعې په ورځ د «لېندۍ پر ۲۳مه»په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکايي ځواکونو دغه منسوب تېره ورځ په یوه غیر محارب پېښه کې وژل شوی دی.

د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت په خپله اعلامیه کې نه دي ویلي چې د امریکايي ځواکونو دغه منسوب د افغانستان په کوم ولایت کې وژل شوی دی.

ناټو ویلي چې د یاد وژل شوي منسوب په اړه معلومات به د پالیسۍ لمخې تر ۲۴ ساعتونو وروسته خپاره کړي.

دا په روانه لېندۍ میاشت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څلورم منسوب دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ درې غړي وژل شوي

په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو غړی وژل شوی

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې شااوخوا ١۴زره امریکایي سرتېري په افغانستان ماموریت ترسره کوي چې د ماموریت عمده برخه یې د افغان ځواکونو روزل دي.

په افغانستان کې د امریکا په ١٧کلنه جګړه کې چې د دې هېواد اوږده جګړه بلل کېږي څه د پاسه ٢۴٠٠ امریکایي سرتېري وژل شوي دي.