د رسنیو په اړه د حکمتیار څرګندونې له سختو غبرګونونو سره مخ شوي

ګلبدین حکمتیار په خپلو دوو ویناو کې چې په لغمان او ننګرهار کې خپلو پلویانو ته کړي په رسنیو انتقادونه کړي دي.

د رسنیو په اړه د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونې د رسنیو د ملاټړ د ادارو سخت غبرګون سره مخ شوي او د رسنیو ملاتړ ادارو د بیان د ازادۍ په هکله د دغه حزب د دریځ د وضاحت غوښته کړې ده.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د نږدې دوو لسیزو لپاره د پټ ژوند له تیرولو وروسته دا اونۍ په لومړي ځل په لغمان او ننګرهار کې د خلکو په منځ کې د راڅرګندیدلو پر وخت په خپلو دواړو غونډو کې د رسنیو په اړه په خپلو څرګندونو کې ځینې رسنۍ شرر غوښتونکي بللي او د دغسې رسنیو د بندیدلو په اړه یې خپل نیت څرګند کړی دی.

که څه هم د اسلامي حزب مشر په خپلو څرګندونو کې د کومې رسنۍ نوم نه دی اخیستی، خو یو شمیر رسنۍ یې شر غوښتونکي یادې کړي او د هغوی د نشراتو پر مخنیوي يې ټینګار کړی.

ښاغلي حکمتیار د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال اباد په ښار کې د یکشنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل "زه پر ټولو غږ کوم چې راځئ د دغو شریرو رسنیو خوله ټپه کړو، ملت د هغوی له شره وژغورو، دوی ډیرې ، ډیرې فتنې راولاړې کړي دي ".

د اسلامي حزب مشر د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار کې هم د شنبې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې د ځینو رسنیو پر فعالیتونو نیوکه وکړه او د دغسې رسنیو خپرونې یې د افغانستان د ګټو پرخلاف او د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو په ګټه وبللې.

د رسنیو په اړه د ګلبدین حکمتیار دغه څرګندونې د رسنیو د ملاتړ د ادارو کلک غبرګون سره مخ شوي دي.

د اسلامي حزب د مشر څرګندونو ته په تازه غبرګون کې د "نۍ " په نوم د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې رئیس مجیب خلوتګر نن د دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ښاغلي حکمتیار دا څرګندونې د اوسني افغانستان د روانو واقعیتونو څخه د هغه د بې خبرۍ نښه ده.

ښاغلي خلوتګر وویل "زما په باور هغه چې په بهر کې یې تشریف لره، د افغانستان د وضعیت په ځانګړي ډول د بیان د ازادۍ له وضعیت څخه بې خبره وو او هغه چې کومې څرګندونې کوي په بشپړه توګه د ناخبرۍ له امله دي. نه د خلکو پر وضعیت پوهیږي او نه هم د رسنیو له حالت څخه خبر دی. څو ورځې چې دلته تیرې کړي، پوهیږي چې د دې خاورې د خلکو د ارزښتونو سره مبارزه او مجادله او هغه لاس ته راوړنې چې د دې خاورې د هر یو تن د وینو په بعیه ترلاسه شوي ورسره په کار نه دي چې په جنګ کې ښکیل شي".

ښاغلي خلوتګر وویل، چې د بیان ازادي د افغانستان په اساسي قانون کې ثبت شوې، چې باید د افغانستان جمهور رئیس او اجرائیه رئیس د دغو ارزښتونو ساتونکو په توګه ورڅخه دفاع وکړي.

د دې وړاندې د افغان خبریالانو د ملاتړ کمیټې هم په یو بیان کې د رسنیو په اړه د اسلامي حزب د مشر په څرګندونو غبرګون ښودلی وو او د بیان د ازادۍ په اړه یې د دغه حزب د دریځ وضاحت غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال فاضل سنچارکي هم د حکمتیار څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د رسنیو په هکله د هغه دا څرګندونې په افغانستان کې د بیان ازادۍ ته کوم زیان نه شي رسولی.