د کابل – شارجه هوايي دهلیز پرانیستل شو

د دغه هوايي دهلیز له لارې نن له کابل څخه دوه ټُنه آلوچې او زردالو متحده عربي اماراتو ته صادر شول.

متحده عربي اماراتو ته د افغانستان د وچو او تازه میوو د صادرولو لپاره د دوشنبې په ورځ (چنګاښ ۳مه) د کابل – شارجه هوايي دهلیز پرانیستل شو.

د دغه هوايي دهلیز له لارې نن د حامد حامد کرزي له هوايي ډګر څخه دوه ټُنه آلوچې او زردالو متحده عربي اماراتو ته صادر شول.

په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت درېیم سکرټر سالم‌ الزهمي وویل، چې د دغه دهلیز په پرانیستلو سره به د افغانستان او او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شي.

هغه زیاته کړه: "موږ نن د کابل او شارجه تر منځ هوايي دهیلیز پرانیزو، موږ ټول تمه لرو چې زموږ سوداګریزې اړیکې زیاتې شي. تمه دا ده چې د کابل او شارجې تر منځ راکړه ورکړه زیاته شي".

د افغانستان خصوصي سکتور د هوايي دهلیزونو جوړول د سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول د کرنیزو محصولاتو د صادرولو لپاره مهم ګڼي، خو په هوايي ډګرونو کې د لا زیاتو آسانتیاو پر رامنځ ته کولو ټینګار کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وویل، چې د هوايي ډګر په ګودام کې سکنر ماشین نشته او باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وشي.

ښاغلي مومند زیاته کړه: "په میدان کې دننه سټنډرډ سردخانه نشته، کله چې څوک تازه میوه استوي باید تر لس ساعته مخکې میدان ته ورسول شي بیا صادر شي، یو ډير سټنډرډ ګودام د کابل په هوايي ډګر کې نشته، مثلاً زموږ طبي توکي یا هینګ دا چې له میوې سره یوځای وي هم میوې ته مشکل پیښوي او هم هینګ ته".

خو د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ظهورالدین شیرزاده په دغو مراسمو کې وویل، چې حکومت د سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره افغان سوداګرو ته د سب‌سایډۍ په ډول زیاتې آسانتیاوې برابرې کړې دي.

د هغه پر وینا، خصوصي سکتور د هوايي دهلیزونو له لارې د خپلو سوداګریزو توکو په ځانګړي ډول د زعفرانو، هینګ او جلغوزیو د صادرولو په بدل کې یوازې ۳۵ فیصده کرایه پرې کوي.

ښاغلي شیرزاده وویل: "دولت ۶۵ فیصده په دې برخه کې ونډه لري، چې د سب‌سایډي په بڼه دغو صنعتکارانو ته برابره شوې ده او د پاتې سوداګریزو توکو په برخه کې چې موږ نورو هیوادونو ته د دغه دهلیز له لارې صادرات کړي دي، د خصوصي سکتور ونډه شل فیصده ده او د دولت سب‌سایډي چې سوداګرو او صنعتکارانو ته برابره شوې ده اتیا فیصده ده".

له آسیايي او اروپايي هیوادونو سره دا د افغانستان نهم هوايي دهلیز دی. افغانستان په تیرو شاوخوا دوو کلونو کې له هندوستان، ترکیه – اروپا، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، روسیه، چین او قزاقستان سره هوايي دهلیزونه پرانیستي دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمیرو له مخې، چې د دغو دهلیزونو له لارې تر اوسه په ۶۳۰ پروازونو کې له ۷زره ټُنو څخه زیات سوداګریز توکي بهرنیو هیوادونو ته صادر شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې شمیرې ښيي، چې هوايي دهلیزونه د دغه هیواد په صادراتو کې د ۳۰ فیصده زیاتوالي لامل شوي دي.