د اروزګان ولایتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت امنیه قوماندان مطیع الله خان په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې تیره شپه وژل شوی دی.
د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایب امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چي وويل چې مطیع الله خان د چهار شنبې په ورځ کابل ته په یو رسمي سفر تللی وو .
ښاغلي نایاب وویل " مل پاسوال مطیع الله خان پرون د کابل ښار په علي مردان سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی وو ، موږ يې په اړه نن د ورځې له پیل څخه معلومات تر لاسه کړل ، هغه د چهار شنبې په ورځ د افغان جیټ په یوه الوتنه کې کابل ته د خپلو رسمي چارو د تر سره کیدو لپاره تللی وو ، خو په شهرنو کې د هوټل له امنیتي کمرو څخه چې دی پکښې تل د سفر پر مهال اوسیده ، موږ ته معلومات وشول چي پرون مازیګر ناوخته په شخصي جامو کې له هوټل نه بهر وتلی وو".
د کورنیو چارو وزارت د دغې پیښې په اړه څه نه دي ویلي، خو ددغه وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته د کابل د باغ عليمردان په سیمه کې د تیرې شپې ځانمرګي برید تایید کړ ، وویل چې دوه بریدګر چې یوه یې د ښځو بورکه اغوستې وه هغه وخت ځانونو پورې تړلي چاودونکي چادونه ورکړه چې کله پرې پولیسو د اودریدو غږ وکړ او هغوی د واخطائ له مخې د پولیسو لخوا د نیولو د اندیښنې له امله ځانونه وچول.
قاري محمد یوسف احمدي چې ځان رسنیو ته د طالبانو ویاند معرفي کوي د طالبانو د ټویټر په پاڼه لیکلي، "تیره شپه اته بجې د اروزګان امنیه قوماندان مطیع الله د کابل ښار شپږمې ناحیې علیمردان سیمې کې په ځانمرګي برید کې وژل شوی".
له بلې خوا ارگ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د تیرې شپې امنیتي پیښه چې په کې د ارزگان امنیه قوماندان مطیع الله خان شهید شو، په سختو الفاظو وغندله او د کورنیو چارو وزارت ته یې امر وکړ چې دا پیښه جدي او سمدستي وڅیړي.
جمهور رئیس وویل د هغو په وړاندې چې دا ډول پیښې رامنځ ته کوي، له هیڅ ډول هڅو څخه به ډډه ونه کړي چې ددې ترهگرو د نابودۍ سبب شي.
هغه د مطیع الله خان له کورنۍ سره خپله همدردي شریکه کړه او هغوی ته یې له لوی خدای څخه د صبر هیله وکړه.
مطیع الله خان له پوپلزیو قوم سره تړاو درلود او اروزګان د پخواني والي جان محمد خان وراره و. جان محمد خان د مخکني جمهور رئیس حامد کرزي سلا کار هم و چې هغه هم په کابل کې وژل شوی و.
جنرال مطیع الله په جنوبي ولایاتو کې د یو ځواکمن امنیه قوماندان په توګه هم پيژندل کيده چې د وسله والو طالبانو پر ضد يې کلک دریځ درلود.
نوموړي ته د اروزګان د امنیت او پرمختیا په برخو کې هم د یو پیاوړي شخص لقب ورکول کیده او څو ځله په خپل ولایت کې له مرګونو بریدونو څخه روغ رمټ وتلی و.
د رپوټونو له مخې کله چي په اروزګان کې اسټراليايي او هالنډي ځواکونو ماموریت پيل کړ نو مطیع الله خان له کندهار څخه د اکمالاتي کاروانونو مسئول و او د ډيرو په باور چي هغه له همدې لاري څخه ډيره شتمني هم تر لاسه کړې وه.
هغه مهال ځيني داسي رپوټونه هم وو چي په ځانګړي ډول د اسټراليايي ځواکونو له لورې چې د ولایتي بیا رغاونې د ټيم مشري يې په غاړه لرله، د مطیع الله خان زیات ملاتړ کاوه.
مطیع الله خان د هغو اړیکو له کبله چي د مخکني جمهور رئیس حامد کرزي له کورنۍ سره يې لرلې د نظامي موقف تر څنګ یو ټولنیز او قومي مشر هم پيژندل کیده.
د مطیع الله اکا حاجي خدای رحم امریکاغږ ته وويل چي د خپل وراره د مرګ په اوریدو ډیر غمجن شوی او د خبرو حوصله يې له لاسه ور کړې ده.
هغه زیاته کړه چې کورنۍ يې په افغانستان کې د نوي نظام د ټينګښت لپاره ډيره قرباني ورکړې او د خپل هیواد په ساتنه کې نورو قربانیو ته هم چمتو دي.
د ولسي جرګې د شکایاتو د اوریدو د کمیسیون رئیس عبیدالله بارګزي امریکاغږ ته وويل چي د مطیع الله نشتون د اروزګان د امنیت لپاره لویه تشه ده.
هغه زیاتوي چې د جان محمد خان تر مرګ وروسته مطیع الله خان مهم کس و چې ډیر حساب ور باندې کیده.
د ترینکوټ اوسیدونکی د مدني ټولنې فعال لطف الله لطیف امریکا غږ ته وويل، مطیع خان هغه مهال چې د کندهار – اروزګان د لويې لاري د امنیت مسئول و د دولت وسله والو مخالفینو هیڅ نشو کولای چي د دې لاري امنیت ته ګواښ پیښ کړي.
دی زیاتوي چي هغه مهال چي د خپل اکا تر مرګ وروسته جمهور رئیس کرزي مطیع الله خان د اروزګان دامنیه قوماندان په توگه وټاکه نو ګڼ شمیر هغه تهدیدونه له منځه ولاړل چي مخکې به د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري دې ولایت ته متوجه وو.