په موصل کې څه باندې یو میلیون خلک له خطر سره مخامخ دي

کردي پیشمرگه او عراقي ځواکونه له تیرو دوو اونیو هڅه کوي چې په نیول شویو سیمو کې پلټنې وکړي.

د ناروې د کډوالو مرستندویه اداره وایي په موصل کې یو عشاریه دوه میلیونه ملکیان په خطر کې دي. زرگونه خلک له ښاره وتلي دي، خو ډېر خلک ویشتل شوي او په بمونو وژل شوي دي.

هغه خلک چې په ښار کې پاتې دي، اوبه، ډوډۍ او طبي مرستو ته اړتیا لري. څومره چې جگړه زیاتیږي، هغومره له دې خلکو سره مرسته کول هم سختیږي.

عراقي ځواکونو د سه شنبې په ورځ د ښار څنډو ته رسیدلي و خو نن د هوا د خرابۍ له امله هیڅ ډول عملیات نه و پلان شوي.

کردي پیشمرگه او عراقي ځواکونه له تیرو دوو اونیو هڅه کوي چې په نیول شویو سیمو کې پلټنې وکړي.

د جگړې د لومړۍ کرښې څخه لس کیلومتره شاته، پیشمرگه ځواکونه د داعش څخه په نیول شوي کلي کې تلاشي کوي او وایي چې ددې خرابیو او د داعش د وسله والو د قرارگاوو په لیدلو یې د هغوی په اړه ډېر معلومات موندلي دي.

په یوه دوکان کې د بمونو د جوړولو کارخانه موندل شوې ده او د ائتلافي ځواکونو څخه د کلي د پټولو د پاره یې تیلو ته اور اچولی وو.

د پیشمرگه ځواکونو قوماندان طاهر عزیز وایي "د داعشیانو مړي پاته دي. موږ یې وینو چې څو کسان مړه شوي دي. خو نه پوهیږو چې څومره به تښتیدلي وي."

د داعش ډلې په جومات کې دننه سنگرونه جوړ کړې وو چې ویل کیږي د هوایي ځواکونو څخه د داعش د سنگرونو د پټولو تاکتیک و. داعشیان د خپلې تیښتې لپاره تونلونه جوړ کړی و.

دا هم هغه اوږد سرنگ یا تونل دی، چې داعش د تیښتې لپاره جوړ کړی و.

پیشمرگه وایي چې د داعش په اړه دغه معلومات ډېر گټور دي، خو د هغوی سره جگړه بیا هم ډېره مغلقه ده.

د پیشمرگه ځواکونو یو ډگرمن عثمان علي وایي "یوه لویه ستونزه مو ځانمرگي بریدونه او موټر بمي بریدونه دي. موږ وسلې لرو، خو بیا هم دومره ښې وسلې نه لرو لکه د عراق اردو چې لرې. موږ نورې او ښې وسلې غواړو."

پیشمرگه ځواکونه وایي تر هغې پورې به جگړه کوي چې داعش له منځه ولاړ شي.

کردی پیشمرگه ځواکونه، د عراق ملي اردو، او شیعه ملیشه ځواکونه، دری سره د داعش پر خلاف جگړه کوي، خو دوی په خپل منځ کې هم ستونزې لري.