افغانستان څه باندې ۱.۲ میلیون جریبه دولتي ځمکه سروې کړې

د افغانستان د اراضیو خپلواکه اداره وايي، چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې د ځمکو د بانک له لارې څه باندې ۱.۲ میلیون جریبه دولتي ځمکه په الیکترونیکي بڼه سروې کړې ده.

دغې ادارې په یو بیان کې ویلي، چې دا اندازه دولتي ځمکې یې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې سروې کړې دي.

په بیان کې راغلي، چې د افغانستان د ځمکو اداره په پام کې لري، ترڅو د ۱۳۹۷ لمریز کال تر پایه دوه ملیون جریبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه سروې او په سیستم کې ثبت کړي.

د افغانستان د اراضیو خپلواکې ادارې، د دولتي ځمکو او عامه ملکیتونو د کره شمیرې معلومولو او د غصب د مخنیوي لپاره، د روان لمریز کال د وري په اتمه د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ په ۲۸ ولایتونو کې د ځمکو د سروې او راجسټر لړۍ پیل کړې ده.

د دولتي ځمکو بانک، په ۱۳۹۶ کال کې د ځمکو د چارو د تنظیم د قانون پر بنسټ او د افغان ولسمشر د فرمان له مخې د افغانستان د اراضیو د خپلواکې ادارې له خوا جوړ شوی ترڅو په افغانستان کې دولتي ځمکې او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه په عصري بڼه سروې او ثبت کړي.

د خصوصي سکټور د پانګې جذبول، د حکومت د اقتصادي، پراختیایي او ټولګټو پروژو عملي کول، د کاري فرصتونو او د ملي عوایدو زیاتول د دغه بانک د جوړولو نور اهداف ښودل شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د عدلیې وزارت، چې په محاکمو کې د غصب شویو دولتي ځمکو د دعوی د پرمخ وړلو صلاحیت لري وايي، په ۱۳۹۶ کال کې یې څه باندې ۱۲زره او ۳۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو څخه بیرته ترلاسه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند امان ریاضت امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې په روان لمریز کال کې هم د غصب شویو دولتي ادارو د بیرته ترلاسه کولو لړۍ په شدت سره دوام لري او د تیر کال په پرتله به سږکال زیاتې دولتي ځمکې له غاصبینو څخه بیرته واخیستل شي.

هغه وویل " له ۱۲زره او ۳۰۰ جریبه پورته دولتي ځمکې چې موږ په ۱۳۹۶ کال کې ګټلي دي، په زیات احتمال په ۱۳۹۷ کال کې به هم موږ له دغه شمیر زیاتې ځمکې چې د اشخاصو او افرادو له خوا غصب شوي وي، د افغانستان د دولت په نفع وګټو".

د افغانستان د اراضیو ادارې د معلوماتو له مخې، د غصب شویو دولتي ځمکو د بیرته ترلاسه کولو لپاره یې، د څه باندې ۱۸۸۰۰ غاصبینو نوم‌لړ د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلی دی.

دغه اداره وايي، چې په نوم‌لړ کې شاملو کسانو ۱.۶ میلیون جریبه دولتي ځمکه په ټول افغانستان کې غصب کړې ده.

له دې وړاندې د اراضیو خپلواکې ادارې ویلي وو، چې په تیرو دریو کلونو کې یې شاوخوا۵۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه بیرته له غاصبینو څخه راګرځولې ده.