افغانستان کې د ۲۰۲۰ په لومړۍ ورځ د ۳۵۳۱ ماشومانو د زېږېدو اټکل

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) اټکل کړی، چې د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ورځ به په ټوله نړۍ کې ۳۹۲زره او ۷۸ ماشومان وزېږول شي.

دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ د جنوري په لومړۍ (مرغومي ۱۱مه) په یو راپور کې ویلي، چې د دوی د اټکل له مخې به په هندوستان کې تر ټولو زیات (۶۷زره او ۳۸۵) ماشومان او په یوراګویه کې تر ټولو کم (درې) ماشومان نړۍ ته راشي.

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې ویلي: "اټکل کېږي، چې ۳۵۳۱ ماشوومان د (۲۰۲۰) کال په لومړۍ ورځ په افغانستان کې وزېږول شي. نوي زیږول شوي افغان ماشومان د نړۍ په کچه د ۳۹۲زره او ۷۸ ماشومانو ۰.۹ فیصده جوړوي".

یونسف اټکل کړی، چې د ۲۰۲۰ کال لومړنی ماشوم به په آرام اوقیانوس کې او وروستی ماشوم به د امریکا په متحده ایالاتو کې نړۍ ته سترګې پرانیزي.

د یونیسف شمېرې ښيي، چې د دغو ماشومانو له نیمايي زیاته برخه په اتو هیوادونو هندوستان، چین، نایجریا، پاکستان، اندونیزیا امریکا، کانګو او ایتوپیا کې زیږول کېږي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو په اساس اوسمهال افغانستان ۳۲.۲ میلیونه نفوس لري، خو هرکال په دغه هیواد کې د نفوسو وده ۲.۱۴ فیصدو ته رسیږي، چې دا شمېره د جنوبي آسیا د هیوادونو په کچه د نفوسو تر ټولو چټکه وده ښيي.

دغې ادارې په افغانستان کې د نفوسو چټکه وده د تلپاتې انکشافي اهدافو په وړاندې لویه ننګونه بللې او دغه راز د افغانستان د اقتصاد وزارت خبرداری ورکړی، که چېرې په دې هیواد کې نفوس په همدې ترتیب وده وکړي، نو تر ۲۰۵۰ کاله پورې به د دغه هیواد نفوس دوه برابره شي او ورسره به د خدماتو د وړاندې کولو کچه راټیټه شي.

د ماشومانو مړینه

د یونیسف په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د نړۍ په کچه ۲.۵ میلیونه نوي زېږېدلي ماشومان د خپل ژوند په لومړۍ میاشت کې مړه شوي دي.

یونیسف همدا شان ویلي، چې هرکال څه باندې ۲.۵ میلیونه ماشومان د مور په ګېډه کې مړه او یا مړه نړۍ ته راوړل کېږي.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې مرستیاله شیما سن ګوپتا وايي: "په افغانستان کې په خواشینۍ سره د هر ۱۰۰۰ نوي زېږېدونکو ماشومانو له شمېرې ۳۷ تنه یې د خپل ژوند په لومړیو ۲۸ ورځو کې مري. دا شمېره په یوه ورځ کې د ۱۳۱ ماشومانو او په یو ساعت کې د شپږو ماشومانو مړینې ته رسېږي. دا د اندېښنې وړ ده".

ګوپتا د نوي زېږېدونکي ماشومانو د مړینې د مخنیوي لپاره د یونیسف د مرستو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې پر روغتیايي کارکوونکو باندې د پانګونې او د هغوی د تجهیزولو په صورت کې به د میلیونونو ماشومانو ژوند وژغورل شي.