د اکسفورډ مسلمان پروفیسور په جنسي تیري تورن شو

طارق رمضان وایي دا ټول درواغ او د هغه د مخالفانو کار دی

په فرانسې کې دوو ښځو تور لګولی دی چې د اکسفورډ پوهنتون د اسلامي زده کړو مخکښ پرفیسور طارق رمضان پرې جنسي تېری کړی دی.

په دوې کې یوه مخکنۍ اسلامپاله هندا عیاري ده. هغه وايي طارق رمضان په ۲۰۱۲ کال د پاریس په یوه هوټل کې پرې جنسي تېری وکړ. خو ښاغلې طارق ویلي دي چې دا تورونه درواغ او د هغه د مخالفانو توطیه ده.

مېرمن عیاري وايي له هغې وروسته یې خپله کیسه او د طارق رمضان نوم بربنډ کړل چې په ټولنیزو رسنیو کې پر ښځو د زورزیاتي پر ضد یو کمپاین پیل شو. هندا عیاري تېرکال یو کتاب خپور کړ چې په کې له هغې سره د جنسي زورزیاتي خبرې شوې وې، خو په کتاب کې د چا نوم اخیستل شوی نه دی.

مېرمن عیاري اوس په فرانسې کې په رمضان طارق عریضه کړې ده. هغه وايي ښاغلي طارق ورته ویلي وو چې "یا به حجاب اغوندې او یا به درباندې جنسي تېری" کیږي، "هغه له ستوني کلکه ونیولم، نژدې وه چې مړه شوې وای".

هندا عیاري تور لګوي رمضان طارق پرې جنسي تېری کړی دی

په همدې حال کې یوې بلې ښځې، چې لا یې نوم ښودل شوی نه دی، تور لګولی چې ښاغلي رمضان په ۲۰۰۹ کال کې په یوه هوټل کې پرې جنسي تېری وکړ.

رمضان طارق په خپل فیسبوک کې دا تورونه رد کړي او لیکلي دي "زما د دښمنانو له لوري زما پر ضد د دروغو د پیل شوي کمپاین په اړه به په څو ورځو کې" نوې دعوه ثبت شي. هغه وايي "دا ټول تورونه درواغ او د هغه فکر خلاف دي چې زه ورته له ډېر وخت نه مبارزه کوم او پرې ایمان لرم".

سویډن مېشتی رمضان طارق په اګسفورډ کې د معاصرو اسلامي زده کړو پروفیسور دی.

اسوشیتډپرس وايي هغه په محافظه کاره مسلمانو کې ډېر شهرت لري، خو سکولران یې تورنوي چې د اسلام د سیاسي بڼې د دودولوهلې ځلې کوي. د ښاغلي رمضان طارق نیکه په مصر کې د اخوان المسلمین د ګوند بنسټګر بلل کیږي.