د پاکستان اساسي قانون ولس ته د اظهار د ازدۍ حق ورکوي خو د پاکستان په ادارو دا تورونه دي چې په دغه ملک کې خبریالان او مطبوعاتي اداری دیته نه پریږدي چې په ځینو موضوعاتو خپرونې وکړي.
د پاکستان په مطبوعاتو دا تورونه لگول کیږي چې په ځینو مهمو پیښو د تبصرو او خپرونو نه ډډه کوي او دغه تور په وروستیو کې د پښتون ژغورنې تحریک د احتجاجونو نه خپرولو تائید کړ. خو په پاکستان کې خبري رسنۍ او خبریالان پخپله څومره ازاد دي، دا په پاکستان کې د یو څو خبریالانو د نیوکو نه ارزول کیدی شي.
د پاکستان د جیو یو مشهور خبریال طلعت حسن, پاکستان ته د نوازشریف د بیرته تگ په ورځ خپرونه ثبت کړله. هغه د لاهور په لارو کوڅو کې وگرځیده او د احتجاج کونکو سره یې خبرې وکړي خو د هغه ټي وي چینل جیو دغه خپرونه نشر نه کړه.
طلعت حسن د غه خپرونې د نه نشریدو په اړه په یو ټویټ کې ولیکل چې هغه د نوازشریف د راتگ په اړه د احتجاج کونکو شمیر ښودلی و، او جیو وایي د هغه خپرونه نه شي نشرولی.
طلعت حسن بیا په یو بل ټویټ کې ولیکل چې
#NayaPakistan no show. I have a few things to sort out at Geo before I go on air again. Without space for factual reporting all journalism is meaningless.
— Syed Talat Hussain (@TalatHussain12) July 14, 2018
"زه به تر هغې پورې خپله خپرونه نه کوم چې ترڅو مې د جیو چینل سره په یو څو مسلو خبره نه وي شوې. د حقایقو لپاره د ځای پرته ژورنالزم (د خلکو) بې لارې کول دي"
د یادونې وړ ده چې د ٢٠١٨ کال په لمړنیو میاشتو کې د پاکستان د جیو ټلویژون د پاکستان په ځینو سیمو کې بند شوی و. تروسه پورې لا دا معلومه نه ده چې دا چینل د چا په وینا بند شوی و او بیا یې څنگه یو ځلې بیا خپرونې شروع شوې.
د پاکستان یوې بلې خبریالې عاصمه شیرازي چې لندن ته د نوازشریف سره د مرکې لپاره تللې وه، په خپل ټویټر ولیکل
I had an exclusive interview with PMLN Leader Nawaz Sharif on the eve of his departure from London. He shared his future plans. Unfortunately due to unknown circumstances this exclusive interview is not aired.#FaislaAapKa
— Asma Shirazi (@asmashirazi) July 12, 2018
"ما د مسلم لیگ نواز د مشر نوازشریف سره پاکستان ته د بیرته تگ نه مخکې د راتلونکې د پلانونو په اړه یوه ځانگړې مرکه وکړله، خو له بدمرغه دغه مرکه خپره نه شوه"
عاصمه شیرازي بیا په خپل ټویټر ولیکل چې "په پاکستان کې یو ډیر عجیبه حکومت دی، نه خو دا جمهوري حکومت دی او نه لا تروسه پوځي کودتا شوې ده."
په واشنگټن کې میشت د سیاسي چارو کارپوه عاصم یوسفزی امریکا غږ ته د پښتو یو متل ووایه چې "غوښه که هر څومره وسوځي د پیتي نه ښه وي". هغه وایي
"پدی کې هیڅ شک نشته چې منظور پښتین او نوازشریف دواړه د پوځ په نښه دي. دواړو ته خبري رسنۍ هیڅ اهمیت نه ورکوي. منظور یو پښتون دی، نو هغه ته ځکه هم هیڅ اهمیت نه ورکول کیږي. نوازشریف یو عمومي مشر دی، هغه به ازاد شي او بیا به سیاست ته راشي خو منظور به کله هم هغه مقام ته و نه رسي."
د پاکستان مسلم لیگ نون سیاسي گوند د پاکستان یوه لوی سیاسي گوند دی چې زیاتره پلویان یې د پنجاب د صوبې دي. د پنجاب وگړي زیاتره وخت د پوځ طرفداري هم کوي.
د کارپوهانو په وینا دا د پاکستان په تاریخ کې لمړنی ځل دی چې د پنجاب یوه ستر سیاسي گوند او د پوځ ترمنځ مخالفت پیل شویدی او اوس مطبوعات هم پدی مجبوره کول کیږي چې د نوازشریف په اړه خپرونې نه کوي.