د ویسټ انډیز او پاکستان تر منځ د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ لغوه شوه

د پاکستان ویسټ انډیز د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ د کرونا وبا له کبله لغوه شوه.

د ویسټ انډیز او پاکستان د کرکټ د لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ چې ټاکل شوې وه د همدې را راونې شنبې په ورځ په پاکستان کې پیل شوې وه، د کرونا وبا له کبله لغوه شوه.
د ویسټ انډیز د لوبډلې د څلورو لوبغاړو معاینات د تېرې شنبې په ورځ مثبت راغلل او د دې لوبډلو چارواکو اعلان وکړ چې نن د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۵) درې نور لوبغاړي او دوه چارواکي د کرونا په ویروس اخته شول.

ټاکل شوې وه پدې لړۍ کې پاکستان او ویسټ انډیز درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې وې چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام د غوراوۍ لپاره کیدلې.

د دواړو لوبډلو چارواکو ویلي چې دا لوبې به بل کال د جون په میاشت کې کیږي خو د لوبو د ځای په هکله یې څه ندي ویلي.

د دې لوبو د لړۍ لغوه کیدل د پاکستان د کرکټ لپاره یوه غټه ضربه ده ځکه چې تر دې وړاندې د نیوزلینډ او انګلستان لوبډلو د پاکستان سره د لوبو لړۍ د امنیتي دلایلو په خاطر لغوه کړې وې.

د ۲۰۰۹ کال راپدیخوا چې د پاکستان د لاهور په ښار کې د سریلانکا د کرکټ په لوبډلې برید وشو او څو لوبغاړي پکې ټپي شول، نړیوالې لوبډلې پاکستان ته د ورتګ نه ډډه کوي.

پاکستان اړ شوی چې خپلې کورنۍ لوبې په عربي متحده اماراتو کې وکړي.