د احمديانو ضد د نوازشریف د زوم خبرو غبرګونونه پارولي

د احمدي مذهب ضد د نواز شریف د زوم خبرو بحثونه پارولې

په پاکستان کې د بشري حقوقو فعالین وایي چې په دغه ملک کې د ژبې مذهب او قومیت په اساس د اقلیتونو سره تیعیضي چلند کیږي.

په پاکستان کې د پخواني صدراعظم نواز شریف د زوم محمد صفدر د پاکستان په عمومي اسمبلۍ کې د هغو څرگندونو نه وروسته چې وایي د دغه ملک په پوځ کې دې نور د احمدي فرقې خلک نه گمارل کيږي، سخت عکسل عملونه راپارولي دي.

د پاکستان مدني، بشري او سیاسي فعالینو د محمد صفدر د دغو څرگندونو په ځواب کې د پاکستان په ټولنیزو رسنیو هم خپل عکس العمل وښود.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پرون د چارشنبې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا وکړه او ټینگار یې وکړ چې پاکستان د ټولو مذهبي ډلو او فرقو د پیرویانو یو شان ملک دی او ټول مساوي حقونه لري.

په پاکستان کې د بشري حقوق وکیله عاصمه جهانیگر چې د پوځ په سیاست کې د مداخلې په وجه په پوځ سخت انتقادونه کوي، د محمد صفدر په هکله امریکا غږ اردو څانگې ته وویل چې د پاکستان پخوانې صدراعظم نوازشریف دې باید د هغه په خلاف سخت اقدام وکړي.

هغه وایي "په پاکستان کې احمدیان د مخکې نه هم ځبل شویدي. د محمد صفدر دغه خبرې د اقلیتونو په ضد خلک نور راپاوري." هغې زیاته کړه " نواز شریف باید د دغې په ضد اقدامات وکړي. دا ډول خبرې نړۍ ته د پاکستان په اړه ناوړه پېغام ورکوي. په دی ملک کې د مخکې نه د اقلیتونو سره امتیازي چلند کیږي او دوي غواړي د هغوي ژوند نور مشکل کړي."

فرزانه مجید چې د بلوڅانو د حقوقو لپاره کار کوي د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل" په پاکستان کې د ژبې، قوم او مذهب په اساس د ټولو اقلیتونو سره تبعیضي چلند کیږي."

د پاکستان په اساسي قانون کې احمدیان یوه مذهبي اقلیتي ډله ده او د نورو اقلیتونو په حیث په دغه ملک کې اوسیږي خو احمدیان ځانونه مسلمانان گڼي او په دی وجه یې د پاکستان د حکومت سره لانجه ده چې هغوي یې مسلمانان نه گڼي.