پاکستان د افغانستان په حریم په دوو میاشتو کې ۵۹ ځلې تیری کړی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کابل کې د وروستي برید قربانیانو ته د درناوي په خاطر د یوې دقیقي لپاره سکوت وکړ. نن په دغه شورا کې د افغانستان پر حالاتو بحث وشو.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل د امنیت شورا ته د افغانستان د حالاتو په اړه راپور او د پاکستان په ضد شکایت واوروه.

په دغه پنځه مخییز اعتراض لیک کې په وار وار پاکستان په افغانستان کې په روانو نا امنیو او د افغانستان په ځمکني او هوايي حریم باندې په تېري کولو تورن شوی دی.

راپورا وايي "د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له میاشتې راهېسې د پاکستان پوځ ۵۹ ځلې پر افغانستان بریدونه کړي او درې وارې یې په هوايي حریم تېری کړی دی".

په راپور کې همدغه راز ویل شوي چې پاکستان په دغې مودې کې پر افغانستان ۱۳۷۵ توغندي وېشتلي، لسګونه افغانان یې وژلي او ۵۴ کورنۍ یې له سیمې تېښتې ته اړې کړي دي.

افغان سفیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته دا خبره هم وکړه چې "پاکستاني ځواکونه افغانستان ته نژدې سرحدي سیمو کې د ټانګونو او نورو پوځي وسایلو تمرینونه کوي، زموږ څنګلونه سوځوي او ځمکې خرابوي".

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر پر پاکستان دا تور هم ولګوه چې د سوداګرۍ د نړیوال سازمانو او نړیوالو اصولو خلاف د تورخم او چمن لارې بندې کړي دي.

ښاغلي صیقل وویل چې پاکستان په سند کې د شهباز قلند له برید وروسته په دې پلمه چې ګواکې ترهګر له افغانستان څخه پاکستان ته اوړي، په وچه ایسار افانستان باندې یې دروازې بندې کړي.

پنځه وېشت ځلې اعتراض

ښاغلي صیقل وویل چې افغانستان د پاکستان د توغندیزو بریدونو او په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي تر شا د دغه هېواد د لاس لرلو په تړاو یې ۲۵ ځلې اسلام اباد ته اعتراضونه وکړل.

ښاغلي صیقل همدغه راز وویل چې په افغانستان کې بریدونه د پولې له اغاړې تنظیمیږي او دا چې دوی په وار وار پاکستان ته اسنادونه سپارلي چې د ترهګرو پر ضد اقدام وکړي خو هغوی دا کار ونکړ.

نوموړی وايي "د پاکستان سفیر مو راوغوښت، پاکستاني چارواکو ته مو د ترهګرو د ۸۵ هغو مشرانو نومونه او د هغوی ۲۵ ترهګریزو مرکزونو لست چې، په پاکستان کې د افغانستان پر ضد فعالیت کوي او ترهګر روزي، وسپاره خو پاکستان هېڅ اقدام ونکړ".

خو ښاغلی صیقل وايي چې پاکستان په دې اړه هېڅ اقدام هم نه دی کړی.

د پاکستان زړه تګلاره

افغانستان د امنیت شورا ته دا خبره هم وکړه چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د ۱۹۸۰م کلونو تګلاره پلې کوي، داسې چې نیباتي ډلې ټپلې روزي، حمایه کوي او د افغان حکومت پر ضد یې کاروي، چې پر افغانستان خپل نفوذ وساتي.

محمود صیقل د دغې خبرې د تاید لپاره په خپل راپور کې د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف او نورو چارواکو خبرې نقل کړي چې په ښکاره وايي د افغان حکومت ضد ډلې ټپلې یې جوړې کړې او ننګه یې کوي.

افغان حکومت وايي تر څو چې پاکستان د ټولو اورپکو پر ضد یو ډول اقدام ونکړي په سیمه کې امنیت نشي راتلی او کابل اسلام اباد ته ویلي هغه اور چې تاسو بل کړی تاسو به هم وسوځوي "چي کري هغه به ریبي".
ښايي دا به په وروستیو کلونو کې لومړی ځل وي چې د افغانستان سفیر د امنیت شورا په عمومي غونډه کې د پاکستان پر ضد دومره قوي او رسمي اعتراض کوي.

په راپور کې همدغه راز افغان حکومت ټېنګار کړی چې د سولې په هرې هڅې کې باید افغان حکومت شامل وي او د افغان حکومت له ګډون پرته د سولې مذاکرات مانا نلري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل داسې مهال د امنیت شورا ته د پاکستان پر ضد شکایت کوي چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې " د سردار شهید داود خان" په روغتون باندې ډله یيز ځانمرګي بریدونه وشول چې شاوخوا ۵۰ تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

داعش د دغه برید مسولیت واخیست خو د افغانستان سفیر محمود صیقل وايي دا ټول بریدونه له پولې اغاړې په پاکستان کې تنظمیږي .