پاکستان افغانستان ته د هند د تجارتي لارو پر بندولو غور کوي

لا معلومه نه ده چې ولې پاکستان افغانستان ته د هند ځمکنې تجارتي لارې بندوي

په پاکستان کې چارواکي وایي صدراعظم عمران خان افغانستان ته د هند د ځمکنیو سوداګریزو لارو پر بندولو غور کوي.

د پاکستان د تکنالوژۍ وزیر فواد چوهدري وايي چې پاکستان همدغه راز په بشپړ ډول هند ته د خپل هوايي حریم په بندولو هم فکر کوي.

ښاغلي چوهدري په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "د دغو پرېکړو حقوقي مراحل تر ارزونې لاندې دي."

ښاغلي چوهدري لیکلي دي: "صدراعظم په پام کې لري چې پر هند د پاکستان هوايي حریم په بشپړ ډول بند کړي. همدغه راز د کابینې په غونډه کې افغانستان ته د هند د ځمکنیو تجارتي لارو د بندولو وړاندیز هم شوی دی."

ښاغلي چوهدري د دغو پرېکړو دعلتونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د ۲۰۱۹م کال په پيل کې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې او پاکستان د خپل فضایي حریم څخه هند ته پروازونه بند کړل، خو څه موده وروسته یې بېرته هوایي پروازونو ته اجازه ورکړه.

په دې وروستیو کې هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر کې د محلي ادارې ټول واکونه او صلاحیتونه لغوه کړل او له همدې کبله د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې شوې.