افغان چارواکو بحرین کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشرانو سره لیدلي

لا د بحرین د غونډې جزیات خپاره شوي نه دي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي چې په بحرین کې یې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او استخباراتو له مشره سره لیدلي دي.

هغه وویل چې په دغه امنیتي غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس او د پوځ لوی درستیز هم ګډون کړی و.

محب نن شنبه مارچ ۱۳ (کب ۲۳) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه امنیتي غونډه د برتانیې په منځګړتوب په بحرین کې جوړه شوې وه.

ښاغلي‌ محب معلومات ورنکړل چې د دغې غونډې هدف څه و او په غونډه کې د بحث مسایل کوم وو.

معلومه نه ده چې دا غونډه کله شوې وه.

خو ښاغلي محب وویل چې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې داسې نور ملاقاتونه به هم تنظیمیږي.

پاکستاني او د برتانیا چارواکو هم د دغې غونډې په اړه لا څه نه دي ویلي.