پاکستان او چین یو ځل بیا د افغانستان د شتمنیو د پرېښودو غوښتنه وکړه 

د پاکستان او چین مشران

د چین او پاکستان چارواکي‌ وایي د دواړو هېوادونو مشرانو صدراعظم عمران او د چین ولسمشر ژي جینپینګ د یکشنبې په ورځ جنوري شپږمه (سلواغه۱۶) له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو د زیاتولو په اړتیا ټېنګار وکړ.

د پاکستان صدراعظم چین ته تللی چې په بېجینګ کې د ژمي د اولمپیکي سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې برخه واخلي. د دواړو مشرانو یوه ګډه اعلامیه وايي چې هغوی په بېلا بېلو مسائیلو غږېدلي دي.

په اعلامیې کې راغلي دي چې دواړو غاړو له افغانستان سره د بشري‌ مرستو د تقویې غوښتنه کړې چې په هغه هېواد کې دبشري‌ بحران مخه ونیول شي.

اعلامیه وايي‌ چې چین او پاکستان دواړه « په نړیوالې ټولنې غږ کوي چې بشري مرستې روانې وساتي، دا مرستې تقویه کړي د مالي شتمنیو د پرېښودو په ګډون له افغانستان سره مرستې وکړي.»

په اعلامیې کې همدغه راز راغلي دي‌ چې دواړو غاړي چمتو دي ‌له افغانستان سره د «چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز» د پروژې په اړه له افغانستان سره خبرې وکړي، دا د بیجینګ د «یو کمر بند او یوه لار» د نوښت او میلیاردونو ډالرو د پروژې یوه برخه ده.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې طالبان بیا واک ترلاسه کړ او له هغه وروسته د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر شتمني ګنګل کړې، په نړیوالو مرستو متکي افغانستان څخه ډېرې نړیوالې ادارې ووتلې او مرستې بندې شوې.

د طالبانو حکومت د دغو شمتنیو د پرېښودو او نړیوالو مرستو د پيلېدو غوښتنه لري. څه موده مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انتوني‌ ګوتېرش وویل چېافغانستان په یو نري تار پورې ځوړند دیاو د مرستو لپاره یې اته میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

ښاغلي ګوتېرش وویل: «موږ باید هغه اصول او شرایط وځنډو چې نه یوازې د افغانستان اقتصاد بلکې زموږ د ژوند ژغورنې عملیات هم محدودوي. اوس چې د سخت ضرورت وخت دی، باید دغو اصولو ته له سره کتنه وشي.»

نوموړي یو ځل بیا په ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د ټولو ضروري بشري فعالیتونو لپاره دې د پېسو د انتقال را انتقال عمومي جوازونه صادر کړي.

هغه وویل: «ضرورت دی چې ادارو او مالي شریکانو ته حقوقي ډاډ ورکړو چې د بندیزونو د ماتولو له ویرې پرته د بشري چارو له کارکوونکو سره کار وکړي..... موږ باید اقتصاد ګړنګ ته له غورځېدو را وګرځوو. دا په دې مانا ده چې ګنګل شویو شمتیو د پرېښودو لارې چارې وموندل شي او د افغانستان له مرکزي بانک سره بیا تعامل پیل شي.»

په همدې حال کې د امریکا حکومت د همدغه کال د فبروري تر ۱۱نیټې وخت لري چې د افغانستان د ګنګل شویو شتمنیو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

تر اوسه دا روښانه نده چې آیا دا شتمني به تر نامعلوم وخت پورې کنګلوي، بېرتهبهافغانستان ته وسپارل شي او یا هم د سپټمبر د یوولسمې ترهګریزو بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي.

د امریکا قضاتو د روان کال په جریان کې دوه ځله د حکومت لپاره ضرب الاجل تمدید کړ څو ددې مسلې د قانوني پړاونو لپاره ډیر فرصت ولري.