د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ په لړ کې د دواړو هېوادونو چارواکي وايي چې د یو بل الوتکې یې وېشتلي او غورځولي دي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې د پاکستان خاورې ته داخلې شوي دوې جنګي هندي الوتکې ویشتلي او دوه پیلوټان یې هم نیولي دي.
عمران خان نن چهارشنبه خپلو خلکو ته په وینا کې ویلي چې د نن ورځې د عملیاتو هدف يې هند ته د پاکستان زور ښکاره کول و چې پاکستان د ځواب توان لري.
نوموړي ویلي"د هندوستان د حکومت څخه پوښتنه کوم چې زموږ دواړو سره کومې وسلې دي موږ د هغې د زغم نه يُو او که جګره پېل شوه بیا به نه زما (عمران خان) او نه د مودي په لاس کې وي".
هغه زياته کړه د پلوامه د بريد وروسته يې هند ته وړانديز کړی و چې په پلټنو کې ورسره مرستې ته تيار دی او زیاته کړې ده چې بيا هند ته بلنه ورکوم چې د ترهګرۍ په اړه ورسره خبرو ته تیار دی.
خو د هند د بهرنيو چارو وزارت بیا ويلي چې پاکستانۍ الوتکو نن سهار د هند پوځي تاسيسات په نښه کړي او د دوی هوايي ځواک یې هم ځواب ویلی دی.
هندي چارواکو ویلي چې نن چهارشنبه یې د پاکستان يوه جنګي الوتکه راغورځولې او د عملیاتو پرمهال خپل یوه الوتکه هم لوېدلې ده.
پاکستاني چارواکو د پاکستانۍ الوتکې را غورځولو په اړه د هندي چارواکو ادعا رد کړې ده.
هندي چارواکو همدا رنګه د خپل یوه پیلوټ د لادرکه کېدو خبر ورکړی دی، پاکستان چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې دوی دوې هندۍ الوتکې راغورځولې او دوه پېلوټان یې هم نیولي دي.
مخکني معلومات
د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور ادعا کړې چې نن سهار یې دوې هندۍ جېټ الوتکې چې د پاکستان خاورې ته داخلې شوې ویشتلي او را غوځولې دي.
جنرال اصف غفور د چهارشنبې په ورځ د فبرورۍ میاشتې پر ۲۷مه پر خپل ټوېټر لیکلي چې د یادو جېټ الوتکو څخه یوه یې د پاکستان تر ولکې لاندې جمو کشمیر او بله یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې لوېدلې ده.
هغه ویلي چې پاکستاني پوځ د ویشتل شوي جېټ الوتکې یو هندی پېلوټ هم ژوندی نیولی دی او همداراز د دوو نورو پېلوټانو د پیدا کولو هڅې هم روانې دي.
In response to PAF strikes this morning as released by MoFA, IAF crossed LOC. PAF shot down two Indian aircrafts inside Pakistani airspace. One of the aircraft fell inside AJ&K while other fell inside IOK. One Indian pilot arrested by troops on ground while two in the area.
— Maj Gen Asif Ghafoor (@OfficialDGISPR) February 27, 2019
نوموړي ویلي چې هندۍ الوتکې له ګډې پولې څخه په سرغړونې د پاکستان خاورې ته داخلې شوي وې.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو لهمخې بیا نن سهار د پاکستان د هوايي ځواک درې جنګې الوتکې د هند او پاکستان له ګډې پولې څخه اوښتې او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندۍ الوتکو یې بریدونه کړي دي.
تر دا مهاله هندي چارواکو د پاکستان د دې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې.
که چیري د پاکستان لخوا د هندۍ جېټ الوتکو را غورځولو ادعا ثابته شي دا به د پاکستان په خاوره کې د هند پرونۍ برید ته د پاکستان لومړنی ځواب وي.
هند تېره ورځ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په بالاکوټ سیمه د جېش محمد ډلې پر یو مرکز هوايي برید وکړ چې پاکستان یاد برید پر خاورې د هند تېری وباله.
پاکستان د هند تر پروني برید وروسته د دغه هېواد د صدر اعظم عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت بېړنۍ غونډه راوبلل چې د پاکستان چارواکو په وینا پکې پرېکړه وشوه چې د هند برید ته به په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.