انضمام الحق د پاکستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر وټاکل شو

د پاکستان کرکټ بورډ دوشنبه اګست ۷ (زمري۱۶) ویلي چې د ملي لوبډلې پخوانی کپتان او روزونکی انضمام الحق یې د بورډ د غوراوي کمیټې د نوي مشر په توګه ټاکلی.

د انضمام لپاره به لومړنۍ دنده دا وي چې د را راون آسیایي او نړیوالو جامونو لپاره لوبډلې غوره کړي.

تر انضمام وړاندې هارون رشید پدې مقام کې کار کوه خو دوه میاشتې وړاندې په بورډ کې پراخ بدلونونه راغلل او د ښاغلي رشید دنده هم پای ته ورسول شوه.


انضمام الحق چې تیره اوونۍ د کرکټ بورډ د تخنیکي کمیټې غړی ټاکل شوی و، په یوې اعلامیې کې چې کرکټ بورډ خپره کړې ویلي چې د غوراوي کمیټي مشري کول آسان ندي.

هغه ویلي، "د غوراوي کمیټې مشري کول سخته دنده ده خو دا ځل لا ګرانه شوې ځکه چې د آسیا جام او نړیوال جام بیخي نږدې دي".

خو دې پخواني لوبغاړي ویلي چې د وخت کمښت سره سره، به تر ټولو غوره لوبغاړي د لوبډلې لپاره وټاکل شي.

ټاکل شوې چې انضمام به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ اګست لسمه د آسیا جام او په سریلانکا کې د افغانستان سره د دریو یو ورځنیو نړیولو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړي.

د افغانستان سره دا لوبې د روانې اګست میاشتې په ۲۲، ۲۴ مې او ۲۶ مې کیږي خو د آسیا جام سیالۍ بیا د اګست ۳۰ مې څخه د سپټمبر تر ۱۷ مې پورې کیږي.


سره لدې چې دا ځل د آسیا جام سیالیو کوربه پاکستان دی خو دا چې هند پاکستان ته د خپلې لوبډلې د لیږلو څخه انکار کړی، یوازې څلور لوبې به یې دننه په پاکستان او پاتې ۹ به یې په سریلانکا کې وشي.

انضمام الحق په ۲۰۱۶ کال کې هم د پاکستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر ټاکل شوی و خو دا دنده یې په ۲۰۱۹ کال کې پریښوده.

د انضمام تر مشرۍ لاندې د پاکستان لوبډلې په ۲۰۱۷ کال کې د اتلولۍ جام پای لوبه وګټله او دوه کاله وروسته د شلو شلو اورونو په درجه بندۍ کې یې لومړی مقام خپل کړ.