شریف له غني او عبدالله سره جلا خبرې وکړې

افغان مشرانو له پاکستاني پوځي مشر سره په جلاجلا توکه وکتل

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف افغان چارواکو سره د سولې د خبرو په سر د سلامشورو لپاره نن کابل ته راغلی دی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د یکشنبې په ورځ له افغان مشرانو سره په کابل کې ولیدل.

راحیل شریف له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره په جلا جلا توګه خبرې وکړې.

د ارګ په یوې اعلامیې کې راغلي چې ولسمشر غني له پاکستاني پوځي مشر سره د امنیتي مسایلو، له ترهګري سره د ګډې مبارزې او د سولې د بهیر د پیل په هکله خبرې وکړې.

اعلامیه کې راغلي‌ چې "دواړو لوریو موافقه وکړه، چې سولې ته د رسېدو په خاطر دې د غونډې د ګډونوالو د مشخصو مسوولیتونو په قید سره د یوې جامع لارې د نقشې د تدوین لپاره د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې د افغانستان، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو او چین د هېوادونو تر منځ لومړنۍ څلور اړخیزه ناسته جوړه شي".

د افغانستان ا جرایي مشر دفتر بیا له راحیل شریف سره د ډاکټر عبدالله د لیدلو عکسونه خپاره کړي خو د خبرو د جزئیاتو په اړه یې څه ندي لیکلي.

راحیل شریف د یکشنبې په سهار د یوه ورځني سفر لپاره کابل ته راغی.

لدې وړاندې د جمعې په ورځ د هند لمړی وزیر کابل ته تللی و.