د پاکستان د پوځ مشر کابل ته رسیدلی

ټاکل شوې، چې جنرال باجوه به د جمهور رئیس غني سره په کتنه کې د طالبانو او افغان حکومت د سولې د خبرو په اړه وغږیږي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه نن د سه شنبې په ورځ (غبرګولی ۲۲ مه) د جمهور رئیس محمد اشرف غني په بلنه کابل ته رسیدلی دی.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د پاکستان د پوځ مشر جنر ال جنرال قمر جاوید باجوه به په کابل کې تم کیدو پر مهال د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ادارو د چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د تطبیق پر مسله خبرې وکړي.

دمخه معلومات

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په پام کې ده د پاکستان د پوځ مشر جنر ال جنرال قمر جاوید باجوه، به نن له غرمې وروسته کابل ته ورشي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور د خپل ټویټر په پاڼه کابل ته د جنرال باجوه سفر تائید کړی دی.

جنرال غفور په پښتو ژبه لیکلي " د پاکستان د فوج مشر ارمي چیف ته د افغانستان اولسمشر اشرف غني په خصوصي توګه دعوت ورکړی دی۔ پاکستان خواهش لري چې د افغانستان او امریکا / نیتو د افغان امن دپاره کوششونه کامیاب شي".

تراوسه د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د جنرال قمر جاوید باجوه د خبرو اجندا نه ده په ډاګه شوې، خو افغان حکومت ته نږدې سرچینې وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو پر سر د خبرو ترڅنګ به دواړه مشران د وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه هم سره وغږیږي.

د پاکستان د پوځ مشر ته د کابل څخه د لیدنې بلنه د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ د یو افغان پلاوي له خوا تیره میاشت اسلام اباد ته د سفر پر مهال جنرال باجوه ته ورکړل شوې وه، چې هغه هم منلې وه.

د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې کابل ته روان شوی، چې د وسله والو طالبانو سر د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا د اعلان شوي اوربند نن لومړۍ ورځ ده.

طالبانو هم افغان امنیتي ځواکونو سره یو درې ورځینی اوربند اعلان کړی، چې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ به پیل شي.