د پاکستان د هوایي ځواکونو په اډې د وسله والو په برید کې ۳ الوتکې زیانمنې شوي

د پاکستان پوځ وایي د شنبې په ورځ نومبر ۴ (لړم۱۳) تر لمر خاته وړاندې د دې هیواد د هوایي ځواکونو په یوې اډې د وسله والو په برید کې درې الوتکې زیانمنې شویدي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو ۳ برید کوونکي هوایي اډې ته تر ننوتلو وړاندې وژلي او ۶ نور یې وروسته په جګړې کې وژل شویدي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د سرتیرو د چټک او ګټور ځواب له کبله د "ترهګرو چاپه" شنډه شوه.

د پوځ په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا پدې چاپې کې سرتیري هم وژل شوي که نه خو دومره یې ویلي چې په اډې کې درې الوتکې او د تیلو یو ټانکر زیانمن شوي خو د زیانمنیدو د کچې په هکله یې څه ندي ویلي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې (ISPR) په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې د میانوالي ښار کې د هوايي پوځ په یو مرکز وسله والو برید وکړ، خو امنیتي ځواکونو یې په موثر ډول ځواب ووایه او برید یې ناکام کړ او هم یې نهه بریدګر ووژل.

په دې بیان کې ویل شوي: "د ۲۰۲۳ کال د نومبر په څلورم د شنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د میانوالي د هوايي ځواکونو د روزنې مرکز باندې یو ناکام برید و شو چې الحمدالله د ځواکونو د ګړندي او موثر ځواب ویلو په پایله کې برید شنډ شو او د منسوبینو او شتمنیو امنیت او خوندیتوب تامین شو".

د تحریک جهاد پاکستان (TJP) په نامه یوې نوې راپورته شوې وسله والې ډلې چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غورځنګ سره تړلې ده، رسنیو ته په یو استولي بیان کې د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د پنجاب په میانوالي ښار کې د پاکستان هوايي پوځ په مرکز د دغه برید دمخه د پاکستان پوځ ویلي وو چې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې ترهګرو سره د نښتې په مهال ددغه پوځ دوه عسکر وژل شوي او ډيره اسماعیل خان سیمه کې هم په یوه بمي چاودنه کې یو پوځي منسوب خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمعې په ورځ‌ د پاکستان پوځ د بلوچستان ایالت د ګوادر په سیمه کې د وسله والو په یو برید کې د ۱۴ پاکستاني پوځيانو وژل کیدل تائید کړي و.

په دغو درېو بیلابیلو پېښو کې د پاکستان د پوځ ۱۷ منسوبین وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت بلوڅ بیلتون غوښتونکو او پاکستاني طالبانو پدې تازه وخت کې په امنیتي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی.

پدې بریدونو کې یوازې په روان میلادي کال کې تر ۷۰۰ ډیر کسان وژل شوي چې ډیری یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو غړي و.

د پاکستان پوځ ویلي چې پدې مودې کې ۲۴۰ پوځیان د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي.

سره لدې چې د بلوچستان په ولایت کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو تر څنګ، د اسلامي دولت یا داعش ډله او نورې وسله والې ډلې فعالیت لري خو د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي څه موده وړاندې د بلوچستان په ناامنۍ کې د هند استخباراتي اداره "را" تورنه کړه.

ښاغلي بګټی وویل، "هر څوک له دوې سره مرسته کوي او یا خواخوږی ورسره لري، چې هر څوک وي او په هر نوم باندې وي زموږ لپاره ټول یو دي، ټول له يوه ځایه کنټرول کيږي".

خو د هند حکومت د پاکستان د حکومتي چارواکو دا ډول تورونه تل بې اساسه ګڼلي دي.

پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د پاکستان د امنیتي حالاتو په اړه په خپل یو تازه رپوار کې ویلي، چې سږکال ددغه هېواد په کچه د ترهګرۍ په پیښو کې ۵۷ فیصده زیاتوالې راغلې دی.

رپوټ دا هم وایي چې په پنجاب ایالت کې په تېرو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي، خو په نورو ایالتونو کې بیا د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي.

د څېړنو د امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) ويلي، سږکال په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ۱۰۸۷ پیښې ترسره شوي، چې ۳۶ فیصده شوي بریدونه پر امنیتې ځواکونو شوي او دا په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لوړ شمیر دی.

رپوټ کې ویل شوي، په تیرو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي په پیښو کې ۵۸ فيصده عام وګړي،۲۳ فیصده د امنیتي ځواکونو منسوبین وژل شوي دي.

ددې راپور له مخې په دغه موده کې د وژل شویو کسانو په شمیر کې یوازې ۲۰ فیصده یې سخت دریځو ډلو وسله وال وو.