پاکستان وضاحت غوښتی چې ولې هند چمپینز ټرافي سیالیو ته لوبډله نه وراستوي

هند نه غواړي پاکستان خپل د کرکټ ټیم واستوي

د پاکستان کرکټ بورډ نن سه شنبه نومبر ۱۲ (لړم۲۲) وویل چې د کرکټ له نړیوالې شورا (آی سي سي) څخه یې وضاحت غوښتی چې ولې هند نه غواړي د چمپین ټرافي سیالیو لپاره خپله لوبډله پاکستان ته واستوي.

آی سي سي څو ورځې مخکې پاکستان ته خبر ورکړ چې هند نه غواړي د چمپین ټرافي سیالیو لپاره پاکستان ته ولاړ شي.

د بورډ ویاند سمیع الحسن وویل: «د پاکستان کرکټ بورډ د کرکټ د نړیوالې شوار د تېرې اونۍ لیک ته ځواب ورکړی او د هند د بورډ د هغې پرېکړې په اړه یې وضاحت غوښتي چې نه غواړي د راتلونکي کال چمپین ټرافي سیالیو لپاره پاکستان ته سفر وګړي.»

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد کرکټ بورډ به د هند د کرکټ بورډ دا دلیل هم ونه مني، چې ګنې د امنیتي اندېښنو له کبله پاکستان ته د کرکټ لوبډله نه استوي. دوی وایي چې په تېرو دوو کالونو کې د نیوزلنډ، انګلنډ او استرالیا لوبډلو پاکستان ته سفرونه کړي دي. پاکستان هم تېرکال د ۲۰۲۳ په نړیوال جام کې هند ته خپله لوبډله استولې وه.

د پاکستان کرکټ بورډ دا امکانات هم رد کړي چې ممکن د هند د چمپین ټرافي سیالۍ په متحدو عربو اماراتو او یا کوم بل هېواد کې وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، چې د پاکستان د کرکټ بورډ مشر هم دی، ویلي: «هر هېواد غواړي چې د چمپین ټرافي سیالۍ په پاکستان کې وشي. دا به خواشینوونکي وي چې هغوی پاکستان ته رانه شي. زه فکر کوم هېڅوک باید دا مسئله سیاسي نه کړي، موږ هرې لوبډلې ته تر خپلې وسې امکانات برابرو.»

نقوي وویل چې د هند د دغه کار په اقدام کې به پاکستان هم په دې باندې فکر وکړي چې هغو سیالیو ته لوبډله وانه استوي چې په هند کې کېږي.

ټاکل شوې چې بل کال په هند کې د ښځو د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام او د اسیا کپ سیالۍ وشي. همدغه راز هند به په ګډه له سري لانکا سره د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو سیالیو د نړیوال جام کوربتوب هم په غاړه ولري.

د چمپین ټرافي سیالۍ د ۲۰۲۵ کال د فبررۍ په میاشت کې پیل کېږي چې د افغانستان په ګډون په کې اته لوبډلې لوبېږي. افغانستان په کې په لومړي ځل برخه اخلي. ټاکل شوې وه چې د کرکټ نړیواله شورا همدا اونۍ د دغو سیالیو مهالوېش اعلان کړي، خو د هند د دغې پرېکړې له کبله دا اعلان ځندول شوی.