دفاع وزارت: پاکستان د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تجاوز کړی

تصویر: ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د کونړ ولایت پر ځېنو سیمو د پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونه د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه «ښکاره سرغړونه» ده.

دفاع وزارت نن دوشنبه د جولای۲۰ (چنګاښ ۳۰) دغه بریدونه د ټولو نړیوالو قوانینو او معیارونو خلاف بللي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "د پاکستان راکټي بریدونه د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تجاوز دی."

امان له پاکستاني پوځیانو وغوښتل چې د افغانستان پر خاورې خپل بریدونه بند کړي.

د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا د دغه ولایت پر شلتن ولسوالۍ ۲۹ توغندي توغولي دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم امریکا غږ ته ویلي چې له تېرې ورځې راهیسې د ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې د شلتن ولسوالۍ په چوګام او نورو سیمو ۲۹ توغندي ویشتل شوي دي.

نوموړی وايي چې توغندي په شاړو ځمکو لګېدلي او د سر زیان یې نه دی اړولی.

د افغان چارواکو د معلوماتو په اساس پاکستاني ملېشو د تیرې جمعې په ورځ د کونړ د مرکز په شمول پر مرورې او سرکاڼو ولسوالیو باندې توغندي ویشتلي و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې دغو بریدونو کې ۸ افغان ملکیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت همدارنګه زیاته کړې وه چې د بېړنیو دېپلوماتیکو هڅو په ترڅ کې پر کونړ ولایت د پاکستان راکټي بریدونه بند شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وايي چې د دوي د څېړنو له مخې، د کونړ پر مرکز او د سرکاڼو ولسوالۍ پر ځينو سیمو د پاکستاني ځواکونو د توپچي (هاوان)۱۲ مرمۍ لګېدلي دي.

دغه کمېسیون پرون یکشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې په یادو بریدونو کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو لخوا د راکټي بریدونه غندلي او د افغانستان حکومت څخه یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

پاکستاني چارواکو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.