د بلوچستان د بې درکه شویو خلکو د سازمان ملاتړ پراخیږي

په بلوچستان کې د یو بې درکه شوي بلوچ ځوان شبیر بلوچ کورنۍ وایي چې حکومت ورته د وزیر اعلی د کور په مخ کې د احتجاجیه لاریون کولو اجازه نه ورکوي.

په کویټه کې د بې درکه شویو خلکو د سازمان په یوه غونډه کې د شبیر بلوچ خور سیما بلوچ وویل چې دوه ورځې وړاندې دوی د بلوچستان د اعلی وزیر د کور پر لور لاریون وکړ خو پولیسو یې مخه ونیوله.

دوی ته ډاډ ورکړل شوی و چې د بلوچستان اعلی وزیر جان کمال خان به له دوی سره وگوري، خو د دوو ورځو په تیریدو سره شبیر بلوچ لاهم بې درکه دی او ښاغلي کمال خان هم له دوی سره ندي لیدلي.

سیما بلوچ وایي "زمونږ احتجاج به تر هغه روان وي چې شبیر بلوچ خوشې شي او زه به تر هغه د وزیر اعلی د دفتر پر وړاندې کښینم چې زما ورور له بنده خلاص شي".

شبیر بلوچ د پوهنتون زده کوونکی و چې د ٢٠١٦ کال د اکتوبر د څلورمې راهیسې بې درکه شوی دی. د سیما بلوچ په وینا د پاکستان امنیتي ادارو هغه له ځانه سره بیولی دی.

سیما بلوچ او د هغه کورنۍ د یوې اونۍ راهیسې د بې درکه شویو خلکو په اعتراضیه کمپ کې د ډوی نه خوړولو اعتصاب پیل کړی دی.

د پاکستان د ښځو د دموکراتیک غورځنک د حقونو مدافع وکیله جمیله حیدر د بې درکه شویو خلکو د سازمان بشپړه ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې "په ټول هیواد کې به د دوی دموکراتیک سازمان د سیما بلوچ د ورور په گډون د ټولو بې درکه شویو خلکو د غورځنگ تر شا ودریږي."

پدې ترڅ کې د پښتون ژغورنې غورځنگ یو مشر حسین آغا وویل چې منظور پشتین د بلوچانو د بې درکه شویو خلکو د سازمان ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې "که حکومت په زور د بلوچ ددغه غورځنگ مخه ونیسي پښتنانه به په ټوله نړۍ کې د دوی په پلوۍ مظاهرې وکړي او د بلوچانو د ملاتړ اعلان به وکړي."

د یادولو وړ ده چې د پښتون ژغورنې د غورځنگ د پنځو عمده غوښتنو څخه یوه هم د بې درکه شویو پښتنو ځوانانو د پتې معلومیدل دي.

دا غورځنگ وایي پښتنانه بې پوښتنې وژل کیږي او ځوانان یې د امنیتي مقاماتو له خوا پرته له دې چې سرنوښت یې څرگند شي د نامعلومې مودې پورې بې درکه کیږي.

جمیل خان – امریکا غږ - کویټه