افغانستان ته د پاکستاني څارویو په انتقال بندیز 

بله میاشت لوی اختر دی چې مسلمانان په کې څاروي قرباني کوي

په خیبر پښتونخوا کې د پېښور عالي محکمې امر کړی چې د اختر لپاره د قرباني کېدونکو څارویو انتقال دې افغانستان ته بند شي.

محکمې ویلي دي چې که د قربانۍ څاروي افغانستان ته صادریږي، نو پېښور کې به ځايي خلک د قربانۍ ‌د څارویو له کموالي سره مخامخ کیږي.

د پېښور د عالي محکمې مشر قاضي قیصر رشید ویلي‌ دي‌ چې په لوی اختر کې د څارویو د کموالي د مخنیوي لپاره دې افغانستان ته دڅارویو د قاچاق او انتقال مخه ونیول شي.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي‌ چې تېره میاشت د پېښور عالي محکمې افغانستان ته د زراعتي‌ چرګانو په صادراتو هم بندیز لګولی و.

دا اقدام له هغه وروسته شوی و چې په پېښور کې د چرګانو قیمت لوړ شوی و.

محکمې لارښوونه کړې ده چې اړوندوې ادارې دې د جون په ۲۹نېټه د محکمې د پرېکړې د عملي کېدو لپاره د خپلو اقداماتو راپور وړاندې کړي.

لوی اختر د جولاۍ په میاشت کې دی.

لا معلومه نه ده چې له پاکستان څخه او په خاص ډول له خیبرپښتونخوا څخه څومره څاروي او چرګان افغانستان ته انتقالیږي.