پاکستان د زینبیون په لوا باندې بندیز ولګوه

بشارالاسد ته ژمن جنګیالي

په پاکستان کې چارواکي‌ وایي‌ چې د زینبیون تندلارې شیعه ډلې، چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، فعالیتونه بند کړل. دې ډلې ظاهرآ په پاکستان کې جنګیالي جذب او جلب کول او سوریې ته د جګړې لپاره استول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یو لارښود په اساس،‌ چې امریکا غږ لېدلی دی، د زینبیون ډله په پاکستان کې د هغو ډلو په لست کې شامله کړل شوې چې په دغه هېواد کې یې فعالیتونه منع شوي دي. په دغه لست کې ۸۰ سازمانونه شامل دي.

په دغه لارښود کې راغلي‌ دي چې د زینبیون لوا په هغو مشخصو فعالیتونو کې دخېله وه چې د «پاکستان سولې او امنیت ته یې زیان» رسول.

د امریکا د کورنیو چارو وزارت یو مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته دغه لارښود تائید کړی، چې د مارچ په ۲۹ نېټه خپور شوی دی.

متحدو ایالتونو په ۲۰۱۹ کال کې د زینبیون لوا د ترهګر سازمان په توګه وپېژنده، دا ډله د پاکستانیانو څخه جوړه ده چې د ایران د سپاه پاسدران په ګټه فعالیت کوي.

د زینبیون لوا همدغه راز په ایران کې پاکستاني کډوال هم جلب او جذب کول او بیا یې د سپاه پاسدران په لاس له روزنې وروسته سوریې ته د جګړې لپاره استول.

د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان په سند کې مقاماتو د زینبیون لوا د یو مقام د نیولو خبر ورکړ چې د چارواکو په خبره غوښتل یې یو مذهبي مشر ووژني. په ۲۰۱۹ کال کې په مفتي محمد تقي‌ عثماني باندې برید وشو چې دوه ساتونکي یې ووژل شو او هغه له برید څخه روغ ووت.

پاکستاني مقامات وايي چې د زینبیون لوا غړي چې په سوریې کې له جګړې څخه پاکستان ته راستنېږي، د دغه هېواد د امنیت لپاره خطرناک دي.

د فاطمیون لوا

د فاطمیون لوا د بهرنیو جنګیالیو یوه ډله ده چې اکثریت غړي یې ایران کې مېشت افغانان دي. دغه ډله له تېرې یوې لسیزې راهېسې په سوریې کې د بشارالاسد په پلوۍ جنګېدل.

د ایران حکومت وايي د فاطمیون لوا د رضاکاره جنیګالیو یوه ډله ده چې په سوریې کې د شیعه ګانو د مقدسو ځایونو د دفاع لپاره جنګېږي، خو د دغې ډلې ځینو جنګیالیو ویلي‌ دي چې د ایران حکومت دغو جنګیالیو ته ځينې امتیازات، لکه معاش، د ایران تابعیت او نور حقوق ورکوي.

متحدو ایالتونو دا ډله هم د ترهګرو په لست کې شامله کړې ده.