د پاکستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) د اسیا کپ په سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
دا د افغانستان دویمه ماتې وه.
د پاکستان د کرکټ ځوانانو په ۵۰ اورونو کې افغان ځوانانو ته د ۳۰۴ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوري یوازې ۲۲۰ منډې وکړای شوې او لوبه یې وبایلله.
Defeat in Dubai!Afghanistan Future Stars fall short of their target as Pakistan U19s win the game by 83 runs. 👍#FutureStars | #ACCMensU19AsiaCup2023 | #AFGvPAK pic.twitter.com/chWHLlcoS9
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) December 12, 2023
افغانستان خپله لومړۍ لوبه په هند باندې بایللې وه او دویمه یې له نیپال څخه ګټلې وه.
افغانستان په دې ماتې سره د ۱۹ کلنو د اسیا کپ کرکټ له سیالیو څخه هم بهر شو. دا لوبې په متحدو عربو اماراتو کې دي، چې بنګله دېش، سري لانکا، متحده عرب امارات او جاپان هم په کې لوبېږي.
د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د اسیا کپ سیالۍ داسې مهال کېږي، چې بله میاشت په جنوبي افریقا کې د ۱۹ کلنو نړیوال کپ سیالۍ پیلېږي. افغانستان هم په کې دی.
مخکې د دغو سیالیو کوربتوب سريلانکا ته ورکړل شوی و، خو د کرکټ نړیواله شورا وايي چې د سري لانکا د کرکټ په بورډ کې سیاسي مداخلې دي او له همدې کبله یې غړیتوب هم وځنډوه او د نړیوال جام د سیالیو کوربتوب یې هم ځینې واخیست.