بلوچستان کې د پولیسو موټر ته نږدې ستره چاودنه شوې

په چاودنې کې د پولیسو یو افسر وژل شوي.

د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې چارواکي وایي د پولیسو موټر سره نږدې په زورورې چاودنې کې د پولیسو یو افسر وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي.

چاودنه نن چارشنبې د اپریل ۲۸ (غویي ۸) د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله په ښارګوټي کې شوې چې د مرکز کوټې نه ۷۵ کیلو مټره شمال خوا ته پروت دی.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنې د کولو ادعا نده کړې.

په بلوچستان کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو تر څنګ چې د آزادۍ او په صوبې کې د تیلو او ګازو په ګډون په نوروزیرمو کې د ډیرې برخې ورکولو لپاره وسله واله مبارزه کوي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ او د اسلامي دولت یا داعش ډله هم فعالیت کوي.

په بلوچستان کې دا چاونه پداسې وخت کې شوې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم نن په همدې ایالت کې و. خو هغه د چاودنې د ځای نه لیرې و.

دا په روانې میاشت کې دویمه غټه چاودنه ده چې پدې ایالت کې کیږي.

تر دې وړاندې د سرینا د عصري هوټل د موټر په تمځای کې هم زوروره چاودنه شوې وه چې ۴ تنه پکې وژل شوي و او ګڼ شمیر نور ټپي شوي و.

د هغې چاودنې د کولو ادعا هم هیڅ کومې ډلې نه وه کړې، خو پاکستاني چارواکو پرته د دې چې د کومې ډلې یا هیواد نوم واخلي، ویلي وو چې دا کار د پاکستان دښمنان کوي.