پاکستان کې سرشمېرنه؛ افغان کډوال هم شمېرل کیږي

پاکستاني مقاماتو ویلي چې د سرشمیرنې په ترڅ کې به افغان کډوال هم وشمېرل شي.

پاکستان له دوه لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره پدغه هېواد کې سرشمیرنه پیل کړه.

دغه هېواد چې د فساد او ناکارۍ له امله پرې نیوکې زیاتې دي، د سرشمیرنې لپاره ۳۰۰ زره مامورین ګمارلي څو په ۷۰ ورځو کې د سرشمېرنې بهیر سرته ورسوي.

شاوخوا ۲۰۰ زره پوځيان د امنیت د ټينګولو لپاره په ټول پاکستان ځاي پرځای شوي دي.

د امنیتي ځواکونو یوه دنده داده چې خلکو ته ددې زمینه برابره کړې چې له فشار او زور پرته خپل اړوند مالومات په فورمو کې ولیکي.

د پاکستان د احصائیې کمېسیون رئیس، آصف باجوه وویل: "لدې پرته چې ستاسو ملیت څه دی، څه حالت کې یاست، که تاسې یو غیر قانوني بهرنی وګړي یاست، که تاسې قانوني اوسیدونکي یاست او یا په خټه پاکستاني یاست نو ټول به شمیرل کیږئ."

مقاماتو خبر ورکړی چې پدغه سروي کې به افغان کډوال، بهرني دیپلوماتان او د لومړي ځل لپاره پاکستان کې میشت نر ښځي یا "ټرانس جنډر" کسان هم وشمیرل شي.

دا پریکړه چې درې میلیون افغان کډوال دې هم په سرشمیرنه کې شامل شي د ځېنو قومونو غوسه راپارولې ده. ځينې قومي ډلې فکر کوي چې پدې کار سره به پخپلو اړوندو ایالتونو کې منزوي شي.

دا په تیرو ۱۹ کلونو کې لومړی ځل دی چې پاکستان سرشمیرنه کوي. د پاکستان د اساسي قانون پر بنسټ دغه هېواد باید په هرو لسو کلونو کې سرشمیرنه وکړي.

دا چې پاکستان ولي ونتوانید پخپل وخت سرشمیرنه وکړي، باجوه وویل:"موږ په ۲۰۰۸ کال کې د سرشمیرنې دپیلولو لپاره مکمل چمتو وو خو یو څو خواشینونکې پېښې رامنځته شوې. د تیلو بیې لوړې شوې او مالي بحران راغی، په هماغه میاشت کې په پاکستان کې انفلاسیون ۲۴-۲۵ فيصده لوړ شو او ورسره صدراعظمه بینظیر بوټو ووژل شوه او په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې سیلابونه راغلل."

د خیبرپښتونخوا او نورو سیمو په ګډون د پاکستان په تر ټولو لوي ښار، کراچۍ کې د سرشمیرنې مامورین کور په کور د خلکو سرشمیرنه پیل کړې ده. تمه یې داده چې خلک ورسره همکاري وکړي.

اسلام آباد د وروستي ځل لپاره په ۱۹۹۸ کال کې سرشمیرنه وکړه. په هغه وخت کې د پاکستان نفوس نږدې ۱۸۰میلیونه وښودل شو خو اوس د احصائیو کارپوهان پدې باور دي چې ددغه هېواد نفوذ ۲۰۰ میلیونو ته لوړ شوی دی.