عمران خان: د مودي د څپېړې ځواب به په سوک ورکړو

عمران خان وایي هغه وخت رارسیدلی چې هند ته یو سبق ورکړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان د چهارشنبې په ورځ (اگست ١۴) د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پاکستان تر واک لاندې کشمیر پلازمېنه مظفراباد ته تللی و او هلته یې کشمیرانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د کورواکۍ لپاره روانه مبارزه کې به ‌یې یوازې پرېنږدي او ملاتړ یې کوي.

عمران خان د هیواد د خپلواکۍ په درې اویایمې کلیزې په مناسبت په وینا کې هند ته د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د هر ډول برید پر وړاندې خبرداری ورکړ.

عمران خان وویل د مودي د څپېړې ځواب به په سوک ورکړي او هغه وخت رارسیدلی چې هند ته سبق وروښایي.

عمران خان زیاته کړه چې پوځ د اعتبار وړ استخباراتي مالومات ترلاسه کړي چې گواکې هند د پاکستان واک لاندې کشمیر کې د برید پلان لري او پاکستان بشپړ ځواب ویلو ته چمتو دی.

عمران خان وویل چې د هند حکومت لخوا د هندي کشمير د نیمه خودمختارۍ حیثيت ختمولو پرېکړه یوه لويه سټراتیژیکه تېروتنه ده او دا به هند ته ګرانه پرېوزي.

خو د هند د پوځ مشر بپین راوَت د سې شنبې په ورځ (اگست ١٣) هندي رسنیو ته وویل چې هند د پاکستان له اړخه د هر ډول چلینج ځوابولو ته تیار دی او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د پاکستاني ځواکونو تحرکاتو ته اندیښمن نه دی.

کشمیر ته د عمران خان له یو ورځني سفر یوه ورځ مخکې پاکستان په کشمیر کې د روان وضعیت په اړه بحث لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي د هیواد د خپلواکۍ په مناسبت مراسمو ته وینا کې وویل که پر پر پاکستان جگړه وتپل شي، دا جگړه به یوازې په دوو هیوادونو کې محدوده پاتې نشي.

د پاکستان ولسمشر وویل ټوله سیمه او ټوله نړۍ به د جگړې پایلې احساس کړي.

اسلام‌اباد د هند دا اقدام نړیوالې سولې ته ګواښ بولي او وايي چې دا پرېکړه به په کشمیر کې قومي تصفیې ته لاره پرانیزي. خو نوي دهلي په کشمير کې بدلونونه خپله کورنۍ مسله بولي او د بهرنيو چارو وزارت يې ويلي هېچا ته به په خپلو کورنيو معاملو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.

یو جگپوړي هندي چارواکي نن چهارشنبې وویل چې د هند په جمو او کشمیر ایالت کې وضعیت ارامه دی.

کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ پرته غرنۍ سیمه ده چې دواړه هېوادونه ‌یې د ملکیت ادعا کوي او دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ وېشل شوی دی.

په هندي کشمیر کې له لسیزو راهیسې یو شمېر وسله‌ والې ډلې د خپلواکۍ او یا پاکستان سره د یوځای کېدو لپاره جنګېږي. هندي چارواکي پاکستان تورنوي چې په هندي کشمیر کې د ترهګرو ډلو مرسته او ملاتړ کوي.