پاکستان د ترهگرۍ په څار لسټ کې شاملیدل تائید کړل

پاکستاني چارواکو تائید کړیده چې ملک یې د ترهگرو د مالي ملاتړ له کبله په پاریس کې د مالي منابعو د څارنې د نړیوالې ادارې یا FATF په څار لسټ کې شاملیږي. د پاکستان په دغه څار لسټ کې د ورگډولو په هکله مختلف خبرونه خپاره شوې و.

د پاکستان حکومتي چارواکو کوښښ کاوه چې په دغه څار لسټ کې یې نوم شامل ن‍شي خو د چهارشنبې په ورځ هغوي تائید کړه چې کوښښونه یې ناکامه شویدي او د جون په میاشت کې به یې نوم یو ځلې بیا د ترهگرو د مالي ملاتړ له کبله په دغه څار لسټ کې ورگډ شي.

د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د چارشنبې په ورځ وویل "د هغې نه وروسته چې په دی مسله د عمل لپاره لاره وټاکل شي، پاکستان به د جون په میاشتې کې په دغه لسټ کې شامل شي."

د پاکستان په اړه دغه پریکړه په پاریس کې د مالي منابعو د څارنې د نړیوالې ادارې یا FATF تیره اونۍ په یوې غونډې کې کړي وه.

د ترهگرو د مالي ملاتړ په څارلست کې د پاکستان شاملول د امریکا د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي اسلام آباد د ترهگرو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي.

دا لومړی ځل ندی چې د پاکستان حکومت د مالي منابعو د څارنې د نړیوالې ادارې د غړو هیوادونو یا FATF له لورې په جدي توگه ارزول کیږي. دا هیواد د ٢٠١٢ نه تر ٢٠١٥ پورې هم د FATF له خوا تر څارنې لاندې و.

پاکستان وایې چې په څار لسټ کې شاملیدل به یې اقتصاد ته سخت تاوان ورسوي.