عمران خان: حکومت مې د خبرو مخه نیسي

د پاکستان له واکه غورځول شوي صدراعظم عمران خان یکشنبه اګست ۲۱ (زمري۳۰) په حکومت تور لګولی چې پداسې حال کې یې د یوټیوب خپرونې په موقتي توګه بندې کړلې چې هغه په یوې سیاسي غونډې کې خپلو پلویانو ته وینا کوله.

ښاغلي خان تور پورې کړی چې د یوټیوب په بندولو سره حکومت نه غواړي د هغه وینا خلک واوري.

د یوټیوب د بندولو څخه یوه ورځ وړاندې د پاکستان د الکترونیکي مطبوعاتو د څار ادارې په مستقیمه توګه د عمران خان د وینا په خپرولو بندیز ولګاوه او د هغه ویناوې یې د "دولتي ادارو پر ضد د کرکې وینا" وبلله.

عمران د حکومت د دې اقدام په ځواب کې په ټویټر کې ولیکل، "وارد شوي حکومت زما د خبرو په نیمایي کې یوټیوب بند کړ".

د پاکستان د مخاباراتو ادارې د ښاغلي خان د څرګندولو په هکله نظر ندی ورکړی او پدې هکله یې د رویټرز خبري اژانس یوې پوښتنې ته هم لا ځواب ندی ویلی.

عمران خان د روان ۲۰۲۲ کال د اپریل د میاشتې راپدیخوا چې په پارلمان کې د نه باور رایې تر لاسه کولو له کبله له واکه لیرې شوی په هیواد کې د نویو پارلماني انتخاباتو غوښتنه کوي خو د شهباز شریف په مشرۍ حکومت وایي چې انتخابات به پخپل وخت کیږي.

ښاغلی خان په حکومت د فشار راوړلو لپاره د هیواد په ګڼ شمیر سیمو کې غټې غونډې کوي او ملت ته ویناوې کوي.

د پاکستان د الکترونیکي مطبوعاتو د تنظیم ادارې (PEMRA) د شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ټولو خبري چینلونو ته امر وکړ چې د عمران خان ویناګانې دې په مستقیمه توګه نه خپروي بلکې د هغه ثبت شوې ویناګانې خپرولی شي.

د PEMRA په اعلامیې کې راغلي، "ښاغلی عمران خان په دولتي ادارو په دوامداره توګه بې بنسټه تورونه لګوي او د کرکې وړ ویناګانې کوي".

پخواني صدراعظم پخپلو ویناوو کې د حکومت، پولیسو او قوي پوځي ادارو باندې انتقادونه کړي.

په تلویزیوني چینلونو کې د عمران خان په وینا د بندیز څخه ورسته د تحریک انصاف ګوند ویلي و چې تر ۵۰۰ ډیرو یوټویب او فیس بوک چینلونو کې به د ښاغلي خان وینا په مستقیمه توګه خپریږي خو ډیری کسان چې په پاکستان کې د ټولنیزو شبکو څخه کار اخلي، ویلي و چې د یوټیوب چینل کار نه کاوه.

عمران خان د یکشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې خبرې کولې او وې ویل چې خبرې یې ځکه سانسور کیږي چې اوسنی ائتلافي حکومت نه مني.

تر دې وړاندې عمران خان د اسلام آباد د پولیسو مشر او یوې قاضۍ ته هم ګواښ کړی و ځکه پدې دواړو یې تور لګولی چې د هغه یو نږدې سلاکار یې شکنجه کړی. د ښاغلي خان پدې سلاکار د غدارۍ تور دی ځکه د پوځ ټیټ او منځنۍ رتبې غړیو ته یې ویلي و چې د خپلو مشرانو امر دې نه مني

د اسلام آباد پولیسو د یکشنبې په ورځ د ترهګرۍ ضد قانون له مخې په عمران خان د پولیسو د یو چارواکي او قاضي ته د ګواښ کولو له کبله شکایت ثبت کړ.